سامسنګ د لمریزې برېښنا په برخه کې خپل فعاليت زياتوي

سامسنګ نړيوالې کمپنۍ ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به د لمریزې برېښنا په برخه کې خپل فعالیت زیات کړي.
 
سامسنګ کمپنۍ، غواړي چې په جنوبي کوریا کې په ۲۴۰۰۰ مترمربع ساحه کې ۴۲۰۰۰ لمریزې هيندارې نصب کړي.
 
د راپورونو په اساس، سامسنګ، چې د نړۍ د موبایلونو تر ټولو لويه کمپنۍ ده، ويلي، چې تر ۲۰۲۰م کال پورې په امریکا، اروپا او چین کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې فعالیت ډېر کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې هم ځينو نورو ټکنالوژيکي شرکتونو په ځانګړي ډول اپل کمپنۍ ویلي و، چې د لمریزې برېښنا په برخه کې پانګونه کوي.