
که جنرال دوستم هېواد ته راشي، نو کوم درد به دوا شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
تازه داسې خبرونه نشر شوي، چې د جنبش ګوند مشر او د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم راتلونکې يکشنبه هېواد ته راځي. دغه خبر تر اوسه حکومت په رسمي توګه نه دی تائيد کړی او نه هم جنبش ګوند يې په اړه څه ويلي، خو جنرال دوستم ته نېږدې سرچينو له رسنيو سره پرې خبرې کړي دي.
ولې جنرال دوستم له هېواد تعبيد يا وشړل شو؟
په دې اړه د هېواد د اساسي قانون اته ویشتمه (۲۸) ماده، دويمه فقره داسې حکم کوي (هیڅ افغان د تابعیت په سلبېدو او په افغانستان کې دننه یا بهر ته په شړل کېدو نه محکومیږي.) له دغه مادې تفسير دا دی، چې د اساسي قانون اړوند حکومت د افغانانو د بهر شړل کېدو صلاحيت په هېڅ صورت کې نه لري، نو بيا حکومت اساسي قانون تر پښو لاندې کړی چې نوموړی يې ترکيې تعبيد کړو؟
لومړۍ خو دا څرکنده نه ده، چې جنرال دوستم ترکيې ته شړل شوی دی او که تښتېدلی دی؟ که شړل شوی وای نو اوس به يې چيغې هر چا اورېدلي وای، چې حکومت د اساسي قانون ۲۸ مه ماده تر پښو لاندې کړه او جنرال دوستم يې شړلی دی. خو تر کومه چې سياسي شنونکي وايي او د جنرال دوستم ګونګه موضوع يې په ګوته کوي، دا ښيي چې جنرال دوستم ترکيې ته تښتېدلی دی.
تښتېدل په دې مانا چې پر نوموړي د احمد ايچشي موضوع کې د جنسي تيري تور دی او نوموړی نه غواړي د دغه موضوع د سپيناوي په خاطر څارنوالۍ ته ورشي. ولسمشر غني هم څه وخت وړاندې په وضاحت سره وويل، چې د جنرال دوستم موضوع يې لوې څارنوالۍ ته سپارلې ده، حقوقي بڼه لري او لويه څارنوالي به يې په اړه پرېکړه کوي.
د جنرال دوستم د راتګ مينوال ډېر دي، يو خوا يې خپل خلک او جنبشيان غواړي، بله خوا ورته عطا او محمد محقق د افغانستان ژغورنې په نوم په يو سياسي ائتلاف کې منتظر دي او له بلې خوا داسې ګنګوسې دي، چې ولسمشر ورسره د ټاکنيز منډو - رامنډو لپاره ځان نېږدې کوي.
اوس که جنرال دوستم هېواد ته راستون شي نو کوم درد به دوا کړي؟
- په جګړې به اغېز وکړي او تر يوه برېده به يې راکمه کړي؟
- د سولې په خبرو کې به موثر رول لوبوي؟
- د شمال بغاوتونه به ارام کړي؟
- د عطا او محقق خپل سرۍ به ورسره غښتلې شي؟
- له ولسمشر سره به ټاکنيزه ډله جوړه کړي او که نور څه؟
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه په همدې موضوع خبرې کوو.
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او غوښتنې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۳۰ د چنګاښ د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۱:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.