
په برتانیا کې د یوه نوي سیسټم پر بشپړېدو کار روان دی، ترڅو هغه موټرچلوونکي چې د موټرچلونې پر مهال له موبایل څخه کار اخلي، معلوم کړي.
د نړۍ په زياتو هیوادونو کې د موټر چلونې پر مهال موبایل استعمالول منع دي، خو زيات وخت ټرافیکي پولیسو ته دا نه څرګنديږي، چې چلوونکی موبايل استعمالوي.
دا سیسټم، چې د موټر چلوونکي د موبایل سره په اړيکه کې دی، اوسمهال د لندن ښار په «نورفولک» سیمه کې ازمايل کېږي.
ياد سیسټم د «ویست کاټیک» کمپنۍ لخوا جوړ شوی او داسې «سکېنر» لري، چې له موبایل څخه د ټېلفوني مکالمې پرمهال خپرېدونکي انتنونه تشخیص کړي.
ددې سيسټم ځانګړتيا داده، چې کله موټرچلوونکی په موبایل کې د خبرو کولو پرمهال ويني، د سړک غاړې څراغونه بند او لګيږي، ترڅو موټرچلوونکي ته خبرداری ورکړي.