انګلستان: پر سړکونو تلوونکي برقي موټران به خپله چارجېږي

په انګلستان کې پر سړکونو د تلوونکو برقي موټرانو د چارجېدو لپاره د ۵۳ ميلیون ډالري پروژې وړاندیز وشو.
 
د «Daily-Mail» ورځپاڼې د راپور په اساس، ددې پروژې د عملي کېدو وروسته به د انګلستان پر سړکونو داسې «پېډونه» نصب شي، ترڅو برقي موټرونه پر دغو «پېډونو» د تېرېدو پرمهال په وایرلس ډول چارج شي.
 
دغه «پېډونه» به تر موټرانو لاندې انرژي انتقالوي او د موټرانو بېټرۍ به ورچارجوي.
 
په تېلو چلېدونکي موټران نه یوازې پاک چاپېریال ککړوي، بلکې د انسانانو صحت ته هم ډېر تاوانونه رسوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په اوسنۍ عصري نړۍ کې پرمختللي هیوادونه په دې هڅه کې دي، چې د برقي موټرانو د جوړولو ملاتړ وکړي، ترڅو د تېلو له زيانونو څخه ځان او ټولنې خوندي وساتي.