هر سهار زمونږ لپاره ژوند یوه نوې مبارزه ده، مونږ فکر کوو چې یوه پیاله قهوه به مو هر څه سم کړي. خو آیا تاسو پوهیدئ چې د اوبو څښل به د قهوې تر څښلو ډیر ګټور وي؟
زمونږ بدن ۷۰ ٪ له اویو څخه جوړ شویدی ، که د یو څه اوږد وخت لپاره مونږ خپل بدن په اوبو بشپړ نه کړو ، دغه سلنه کیدای شي چې راټيټه شي ، د مثال په ډول مونږ اته ساعته خوب کوو د راويښدو سره سم د یو ګیلاس اوبو څښل به د ورځې په پیل کې زمونږ لپاره یوه ښه پایله ولري ، اوس تاسو په لاندې متن کې په تفصیل سره په خالي معده د اوبو څښلو صحي ګتې لوستلی شۍ.
۱ ستاسو میتابولیزم غښتلی کوي:- څیړونو ښودلي ده ، چې په خالي معده د اوبو څښل میتابولیزم سره مرسته کوي چې تر ۳۰ ٪ پورې خپل تقویت زیات کړي. دا په دې معنا چې په کوم لیول ( سطحه ) کې چې کالوري په مصرف رسیږي هغه ۳/۱ یعنې ( یو پر دری ) برخه یې تقریبآ زیاتیږي ، چې دا ددې معنا ورکوي چې په سرعت سره مونږ خپل وزن بایلو.
که چیرې ستا د میتابولیزم سطحه لوړه وي نو ته کولای شې په سرعت سره عذا هضم کړې. او په بدن کې د شته کالوریو د خوړولو سره سره یوه مناسبه موازنه وساتې.
ددې علاوه ته دې ته اړتیا لري چې په خپل ورځیني جدول کې د شاوخوا ۴ لیتره اوبه شاملې کړې چې دا به ډیرې غوره او بهترې پایلې ولري.
۲ د کولمو په صفا کولو کې مرسته کوي:- قبضیت زمونږ د دبدن یو تر ټولو بدترین حالت دی ، کوم چې زمونږ د بدن دننه د زهري موادو د خوندي ساتلو سبب ګرځي. خو آیا تاسو پوهیدای چې د اوبو څښلو یوه بله حیرانونکي ګټه دا ده چې ستاسو کولمو صفا کولو کې مرسته کوي ؟ د کولمو هغه برخه چې د کولمو د خوځښت یعنې خرکت مسولیت لري ددې لپاره چې ښه کار ترسره کړي اوبو ته اړتیا لري. نو ددې لپاره چې صفا کولمې ولرې ، نو د راویښدو وروسته هر ورځ یو ګیلاس اوبه وڅښه بیا حمام وکړه.
۳ ستاسو د عصبي سیستم په توازن کې مرسته کوي:- په خالي معده د اوبو څښلو یوه بله حیرانونکي ګټه داده چې ، که لږ ګرمي اوبه په خالي معده وڅښل شي نو ستاسو عصبي سیستم تقویه کولای شي ، سهار وختي چې معده تشه وي او ډیره د خوارک په لټون کې وي ، نو که په دغه وخت کې د قهوه د ځان لپاره غوره وګڼله کوم چې د عصبي سیستم تحریکوونکی دی ، نو ستا عصبي سیستم به ډیر ژر د پیل څخه متاثره شي او که د بل لوري د بیا ځان ته یو ګیلاس ګرمې اوبه غوره کړې ، دا نو په مناسبه توګه ستا عصبي سیستم هایداریت ( اوبه ) کوي ، نو کله چې عصبي سیستم په مناسب ډول اوبه شي نو په ښه ډول خپل کار پر مخ بیوولی شي.
۴ د شدیدو دردونو او حملو مخنیوی کوي: – بیا هم ، که ته په شدیدو دردونو د اخته کیدو تمایل لري یعنې ژر پرې اخته کیږې نو اوبه درسره مرسته کولای شې چې د شدیدو دردونو او حملو سره پرې مبارزه وکړې.
ستا ډاکټر به شاید لا د وړاندې درته ویلي وي چې Migraine یا شدید دردونه به د نورو علتونو تر څنګ د ډای هایدریشن یا د اوبو د وتلو له وجې رامنځته کیږي. نو د زیاتو اوبو په څښلو سره د ته کولای شې چې تشې کڅوړې ډکې کړې چې بیا نو ته په اساسي ډول کولای شې چې د یو بل شدید درد مخنیوی وکړې.
دا خاصتا په هغه وخت کې چې په خالي معده اوبه وڅښې ، لکه د خوب نه د راویښدو په وخت کې چې څنګه نور مایعات معدې ته نه وي رسیدلي.
۵ د تشو بولو سیستم صحت تقویه کوي:- د یو خاص عمر نه وروسته د تشو بولو سیستم کې ناروغۍ عام کیږي ، کوم څه چې په دې سیستم کې رامنځته کیږي دادي چې د شپې له لورې زمونږ مثانه په تشو بولو ډکیږي. چې د اوږد وخت لپاره په مثانه کې د متایزو پریښودل په مثانه کې مضرې باکتریاووې رامنځته کوي او د مثانې په والونو باندې زهري مواد رامنځ ته کوي.
که د ویښیدو وروسته ځان یوازې به یو ګیلاس اوبو عادت کړۍ ، دا درسره مرسته کولای شي چې مثانه مو په مناسب ډول لکه د اسهال یا ناس ناستي تاثیراتو په شان خالي کړي.
۶ د خوارک لپاره مو اشتها چمتو کوي:- مونږ مخکي واضح کړه چې د اوبو څښل د کولمو په صفا کولو او د کالوریو په سوځیدولو کې مرسته کوي ، سهار وختي چې معده په مکمل ډول تشه وي دا طبیعي ده ته به لوږه احساسوي. نو ځکه په خالي معده د اوبو څښلو یوه بله ګټه داده چې ستاسو وجود دې ته چمتو کوي د ورځې – سهارنهاری په جریان کې تر ټولو مهمه عذا ولرۍ. ددې تر څنګ مونږ ټول پوهیږو چې سالمه اشتها د روغ صحت ضمنت کوي.
۷ د ژر زړیدو مخه نیسي:- په تشه معده د اوبو څښل دا ثابتولی شي چې دا د ( اکسیر) د طاقت شربت یو ډول وي. اوبه د بدن څخه د زهري موادو لکه بکتریاووې او نورو مضرو عناصرو په ایستلو کې مرسته کوي. اوبه ستاسو بدن سره مرسته کولای شي چې د آزادو رادیکالونو سره کوم چې د ژر زړیدو سبب کیږي مبارزه وکړي. ددې علاوه که ستاسو پوستکی د ننه څخه په مناسب ډول هایدرایت یا اوبه شي نو ستاسو پوستکی به دوباره ځوان معلوم شي ، کوم چې به د یوې نرمې ، وریښمنې او عوړیدلي څیرې په ساتلو کې مرسته وکړي.
نتیجه:ـــ اوس چې په خالي معده د اوبو په څښلو وپوهیدای او ګتې یې پيژنۍ نو په خپل ورځینې پلان کې یوازې يو ګیلاس ګرمې اوبه شاملې کړۍ او د راویښیدو وروسته یې نوش کړۍ چې پورته ذکر شوي ټولې ګتې مو په صحت کې رامنځته شي.
وروستي