کارمل، مجاهدين او طالبان

د ببرک کرمل، مجاهدينو او طالبانو تر منځ په کړنو کې توپير نشته که څه هم کارمل او اپارچونسټه ملګري يې د بلې مفکورې خلګ وو خو د هيواد سره يې په خاينتوب کې هيڅ ډول نيمګړتياوې پرې نه ښودلې. هغه وو چې شوريان يې د ګران هيواد خاورې ته را دننه کړل او د افغانستان جوړ ولسي دولت يې په شوريانو ړنګ کړ.

همدغه وو چې په دويم نوبت مجاهدينو پنجابۍ ملېشې، وسلوالې جهادي ډلې او د امريکا درنې وسلې په افغانانو وېشلې او پاکستان د همدغو مجاهدينو په اوږو خپل ټوپک اېښی وو ترڅو افغانستان تجزيه يا خپل پنځمه صوبه جوړه کړي چې ورسره امريکا هم خپل ماغزه په شوريانو يخ کړل او شوروي يې په څو برخو کي ووېشلو.

وروسته د همدغو مجاهدينو هر تن ځان د افغانستان خاوند او مسيحا وکرځولو خو په ترڅ کې يې په لکونو افغانان د مرګ خولې ته ورواچول. څومره چې کارمل په شورويانو مړه کړې وو همدومره دوی مړه کړل.

بيا همدغه تالبان د اسلام سپېڅلي دين په نامه د پنجابي ټوپک په اوږه را اخلي چې ګواکه زه د مسلمان هيواد پاکستان په مرسته کافر هيواد افغانستان مسلمان کوم. همدغسې يو ځل بيا د مجاهدينو په څېر پنجابي پوځي افسران په سپينه ورځ د افغانستان په خاوره ګرځېدل، خو کله چي همدغه پنجابيان پوه شول، چې طالبان عربي ايکټر اسامه نه باسي او امريکا اسامه غواړي؛ ترڅو بل ځای اور بل کړي؛ نو پنجاب کار تېز کړو او طالبان يې باميانو ته ورسول ترڅو د افغانانو جوړ تاريخي نښې (باميان بتان) په طالبانو مات کړل. ځکه دوی پوه شوي وو چۍ نړۍ دا نه غواړي چې افغانستان تجزيه يا زمونږ صوبه شي، نو فکر يې وکړو چې راشه دغه لرغونی تاريخ يې ور ړنګ کړه کوم چې افغان يا افغانيت باندې وياړي چې مونږ هم تاريخي لرغونې نښې لرو.

وروسته به بيا ووايو چې د کارمل، مجاهدينو او طالبانو ځکه توپير (فرق) نشته چي کارمل شورويان، مجاهدينو او طالبانو امريکا پاکستان راوستل.

همدغسې دغه طالب دی چې امريکا يې افغانستان ته رواستله اوس بيرته هڅه کوي چې پخواني دښمنانو ايران، روس او پاکستان په مرسته امريکا وباسي ترڅو دوی ته خپله ناپوهي، ناسيالۍ ور پاته شي او دغو ياد هيوادونه خپلو ملي ګټو او شومو موخو ته ورسيږي.

خو زما په اند دغه ارمان به د يو کس هم پوره نشي ځکه نړۍ او افغانانو هوډ کړی چې پرمختللی افغانستان د نړۍ په ګټه کې دی.