
زمونږ د پښتنو افغانانو په لرغوني تاريخ کې ښځېنه وو ته ځانګړی ځای ورکول شوی وو مانا د سپېڅلي دين اسلام د مخه پښتنو خپلو خوېندو لوڼو او مېرمنو ته دومره واک يا خپلواکي ورکړې وه چي له کور سره سره د ژوند د ټولو برخو واک يې ښځېنه وو ته ورکړی وو
سکندر مقدوني (نړيوال سوبمن) خپله وايي چي له يونان نه واخله تر پارسه(ايرانه) او پارس نه واله تر لوی هند په دې ټوله سيمه کښې زما لښکر ته دومره ماته يا زيان چا نه وو رسولی څومره زيان چي ماته د اريانه (اوسني افغانستان ) ښځېنه وو لښکرو رسولی او دا خبره يې هم کړې چې په دې ټوله سيمه کښې ښځينه دومرې پرمختللې او خپلواکې نه وې څومره چې د اريانه ښځېنه وې ځکه چې سکندر مقدوني له يو پښتنې پېغلې سره واده د هغې په خوښه واده وکړو
خو چي کله د اسلام سپېڅلي دين په نامه عربي تازيان او د هغو پاتشوني لاسپوڅو د پښتنو افغانانو هغه په زړه پورې انساني دودنه، تاريخ، د علم مرکزونه او زمونږ د نيکه ګانو په لاسونو جوړ تاريخي څلي له خاورو سره خاوري او د پښتنو افغانانو له سرونو يې منارې جوړې کړې له هغې ورځې زمونږ د پښتنو د لرغوني سپېڅلي او پرمختللي سيال تاريخ کاسه نسکوره شوه
روسته پارس،چنګېز،مغل،انګرېز او بيرته اوسني عرب او پنجابي د هغه سپېڅلي او ښايسته دين اسلام په نامه 365 مذهبي مذهبي ډلې جوړې کړې چي له دغو ګڼشمېر ډلې د پښتنو افغانانو د پرمختګ په لاره کې د اسلام او دين په نامه خنډونه جوړوي چي له هغو خنډونه يوه برخه زمونږ د ښځېنه انساني او هغه لرغونې پښتني افغاني حقوق دې
اوس پښتنو خوېندو له په کار دې چې بيرته هغه خپل لرغوني پخواني پښتني او انساني حقوق تر لاسه کړي کوم چې هغه حقوق ته د نړۍ هيڅ دين او مذهب بد نه وو ويلي ځکه چې د ښځېنه وو د مرستې او ملاتړ پرته پر مونږ پښتنو افغانانو پرمختګ او نړيواله سيالي د (توا ط ) ټکی دی
او ډېر روڼ انده پښتانه وينو چې د ښځېنه وو د حقوق په اړه شپه ورځ ليکنې او نارې چيغې وهې خو خپله خور ، لور او مېرمن ته يې هيڅ خپلواکي او حقوق ندی ورکړیچې دغه لويه او زيانمنه ستونځه ده بايد هغه څه په عمل واړوو کوم چي په خوله وايو نه دا چې د بل لور خور او مېرمن ته خپلواکي غواړو او خپلو ته نه
د پښتنو افغانانو د پرمختګ او سيالۍ راز د ښځېنه وو له حقوقو سره تړلی