نړيوال انقلابي مشر (چي ګوېرا)

 لومړۍ برخه: د کيوبا په سانتا کلارا ښار کې د چي ګوېرا پنځوسم تلين لمانځل کيږي
 دا هغه ښار دى کوم کې چې نوموړي باغيان له ځان سره ملګرې کړل او د امريکن ځبېښاک پلوه پاچا بتيسا پر ضد يې د فيدل کاسترو ملګرتيا وکړه. بتيسا يې له تخته لرې کړو او په 1959 کې په کيوبا کې سوسيالېسټ نظام او دولت اعلان کړو. چي ګوېرا يوازې د کيوبا ولس نه بلکې، د ټولې نړۍ باشعوره او روشنفکره خلک يې په ښه انقلابي سوچ او عمل پېژنې. چي نن يې هم د نړۍ په ګڼ شمېر هيوادونو کښې ځوانان د ده د خولۍ سټايل، وېښتانو سټايل او هغه شرټونه جامې اغوندې کوم چې ورباندې د چي ګوېرا انځور وې. خو د کيوبا د انقلاب نه پس چي ګٶېرا به بوليويا کې د انقلاب راوستلو هڅه پيل کړه چي په کال 1967 کې پوځيانو دى ونيوو او يوه ورځ ورسته يې مړ کړو چي بيا يې د ده مړى په کال 1997 کښې کيوبا ته راوړل شو. نن پنځوس کاله پس د کيوبا ټول ولس په ولسي او دولتي ډول د ده تلين لمانځې او د دولت پر کرنسۍ دولتي ودانيو او واټونو باندې يې انځورونه لګول شوې دې.
دويمه برخه:  يوه يادونه
کله چې په افغانستان کې خلق ډيموکرېټک ګوند انقلاب راوستو او د انقلابي مشر نورمحمد تره کي يو کال ورسته حفيظ الله امين د افغانستان ولسمشر شو نو هغه وخت د وېتنام انقلابي مشر ليدوان د کيوبا په رسمي سفر تللى وو، او هلته په يوه غونډه کې يې د کيوبا ولسمشر فيدل کاسترو ته وويل، "ترڅو چې په شرق کې زه او په غرب کښې ته يې، د نړۍ ځپلې هيوادونه ته به ښکېلاک او ځبېښاک ځواکونه هيڅ زيان ونه رسوې." خو فيدل کاسترو وار له مخه خبره ور غبرګه کړه او ورته وويل چې نه د شرق او غرب په منځ کې يو بل انقلابي انسان هم شته اما که پاته شو. لېدوان ورته وويل څوک دى؟ ده ورته وويل د افغانستان ولسمشر حفيظ الله امين دى چې دا وخت يې د شوروي تش په نامه سوسيالېستان او کمونستان يې نه خوښوې.
روستۍ برخه: له مرګ يوه ورځ د مخه، د چي ګوېرا ليک، فيدل کاسترو ته 
(ماته داسې مالوميږې چې ما نن د خپل فرض هغه برخه ادا کړه کوم چې د کيوبا له خاورې او انقلاب سره تړلې وه زه له تا، ملګرو او ټول هغه ولس چې دوى زه او ما دوى له زړه او دماغه خپل کړې وو د تل لپاره رخصت کېږم هيڅ قانوني اصول اوس ما له کيوبا سره نه تړې کومې رشتې او نژدې والى چې وو هغه د بل نوعيت وو څه نژدې والى انسان په خپله خوښه نشې ماتولى، ستا فکري ملګرى)