دروغ ویل مو شخصیت بې باوره کوي
ليكنه: محمد بن إبراهيم الحمد
دروغ له بدو اخلاقو او ناوړه صفتونو څخه دي. د نفاق له نښو څخه يوه نښه ده او د کفر له څانګو نه يوه څانګه ده، دروغ د کم عقلۍ دليل، د بې همتۍ علامه او د باطن د خباثت نښه ده.
دروغجن انسان سپک وي او د عزت كولو لايق نه وي.
ماوردي پدې اړه وايي: "دروغ د ټولو بديو مجموعه ده او د ناوړه پایلو له امله د ټولو بدمرغيو نچوړ او د هرې بدۍ اساس دی، ځکه دروغ چغلي زېږوي او چغلي کينه او عقده مينځ ته راوړي بيا همدغه کينه او عقده په دښمنۍ بدليږي او په دښمنۍ سره امن او ډاډ له مينځه ځي".
له دې امله ويل شوي: "د چا چې رښتيا کم وي نو دوستان به يې هم کم وي".
نن سبا زياتره خلک په اړيکو او معاملاتو کې دروغ وايي.
الله تعالی فرمايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ)). د توبی سورت: ۱۱۹.
ژباړه: ای مؤمنانو! د الله تعالی څخه ووېرئ او د رښتيني خلکو سره ملګرتيا وکړئ.
همدا راز نبي عليه السلام فرمايي: «عَلَيْكُمْ بِالصِّدْقِ، فَإِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِنَّ الرَّجُلَ ليَصْدُقُ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ صِدِّيقًا، وَإِيَّاكُمْ وَالْكَذِبَ، فَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ، وَالْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ، وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ كَذَّابًا».
ژباړه: رښتيا ووايئ! ځکه رښتيا ويل دنيکۍ په لور لارښوونه کوي او نيکي انسان د جنت په لوري بيايي . يقينا يو سړی به رښتيا وايي تر دې چې د الله تعالی په وړاندې رښتيني وليکل شي.
له دروغو څخه ځان وساتئ! ځکه دروغ انسان ګناهونو ته رابولي او ګناهونه انسان د دوزخ په لوري بيايي او يو سړی به دروغ وايي تر دې چې د الله تعالی په وړاندې دروغجن وليکل شي.
د دروغو ځينې نښې او صورتونه چې په خلکو کې ډیر خپاره دي:
په الله تعالی او نبي عليه السلام دروغ ويل، د دوه کسانو د جداوالي په نيت دروغ ويل، د اوريدونکو د خندونې لپاره دروغ ويل، په جنګونو او غوښتنو کې او د سختيو څخه د خلاصون په موخه دروغ ويل.
همدا راز د دروغو ځينې نښې په لاندې ډول دي:
د دروغجنو خبرو لېږدول، د ځينو حقايقو پټول، د مصلحت په وجه په خبرو کې زياته پراختيا، د ځينې کنايي شيانو په وړاندې کولو کې زياته مبالغه، د شتمنو کسانو په وړاندې چاپلوسي، بچيانو ته دروغ ويل او داسې نور.
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی
وروستي