
ځينې خلک په مجلس کې د ناستی پر مهال ښې خبرې کوي مګر کله چې کور ته ننوځي نو حالات يې بدل شي او له خپلې مېرمن سره ناوړه چلند پیل کړي، بې ځايه خبرې او غوسه ورته کوي، چې وړه خطا ترې وشي په طلاقو يې ګواښي او ځينې وخت خو پرې هغه واجبه نفقه هم کمه کړي.
چې دا كړنه دايمان د کمزورتيا څرګندونه کوی.
نبي عليه السلام فرمايي:« أكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ إيمَاناً أَحْسَنُهُمْ خُلُقاً، وَخِيَارُكُمْ خِيارُكُمْ لِنِسَائِهِمْ».
ژباړه: په مؤمنانو کې د پوره ايمان خاوند هغه څوک دی چې د نېکو اخلاقو څښتن وي او غوره په تاسو کې هغه څوک دی چې د خپلو مېرمنو لپاره غوره وی.
خو د مخکنيو خبرو په مقابل کې مونږ يو شمېر ښځې وينو چې دخپلو مېړونو حقوق نه ادا کوي، د خاوند سره بد سلوک کوي، هغسې حق يې نه ترسره کوي څنګ چې ترې الله تعالی غوښتي دي.
له مېړه سره بد چلند کوي، خپل غږ پرې اوچتوي، بې ځايه غوښتنې ترې کوي او د شتمنۍ زياته برخه يې په ډول او سينګار له مينځه وړي. بلکې کله يې د مور او پلار سره د نېکۍ نه هم منع کوي، د اړېکو په شلولو او د نافرمانۍ په کولو کې ورسره مرسته کوي.
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی