نن سبا اکثره خلک خادمانو او مزدورانو سره بلد چلند کوي, هغوی ته په سپکه سترګه ګوري ، د تېرېدو په وخت کې پرې سلام نه اچوي او کله چې پرې هغه سلام واچوي نو ځواب یې نه ورکوي.
کله چې ورته يو مزدور د ستړي مشي لپاره لاس ور اوږد کړي مخ ترې اړوي او د لاس ورکولو پرته يې غځېدلی لاس پرېږدي.
ځينې خلک بيا کارکوونکي په داسې کارونو کولو مجبوروي چې هغوی يې توان نلري او يا يې د اوږدې مودې لپاره مزدوري او معاش ځنډوي، په وړه خطا يې معاش کموي.
ابن حزم رحمه الله فرمايي:" پوهه شه چې د حق په استعمال کې د حد څخه تجاوز د عاملينو او کارکوونکو سره بد اخلاقي کول دي چې الله تعالی د هغوی واګې ستاسې په لاسونو کې درکړي".
دا دکم همته سړی کار دی ځکه د لوړ همت او نفس څښتن په هغه چا برياليتوب حاصلوي چې په قوت کې ورسره برابر وي او د کړنو د مخنيوي توان يې لري.
مګر په کمزوري سړي لاس اوچتول داسې دي لکه يو څوک چې د سپږې يا ورږې په مخه نيولو وياړ کوي.
د مخکينيو خبرو په مقابل کې د ځينو خادمانو او مزدورانو له خوا ناروا سلوک: ځينې خادمان د خپل مشر پېروي نکوي ، په امانت کې خيانت کوي او ورسپارل شوې دنده په سمه توګه سرته نه رسوي.
که چرته دواړه لوري الله تعالی پخپلو ځانونو څارونکی وګڼي، خپل دنده په سمه توګه ترسره کړي او د يو بل حقوق پر ځای کړي نو ټول به هوسا او ارام وي ، تر مينځ به يې سنتونزې راکمې شي، برکتونه او برياوې به رانازلې شي.
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی
وروستي