نوکیا د نویو ځانګړنو سره نوی ارزانه ځیرک موبایل وړاندې کړ

نوکیا کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو بازار ته يو داسې نوی موبایل وړاندې کړ، چې هم وړ بيه او هم یو شمېر ځانګړنې لري.
 
دا ځيرک موبایل، چې«Nokia X5» نومیږي، د روانې جولای پر ۱۱مه په چین کې بازار ته وړاندې شو.
 
ياد ځیرک موبایل به چین کې په «Nokia X5» او نورو هېوادونو کې به په «Nokia 5.1+» یادیږي.
 
همداراز دا موبایل ۵.۸۶ «HD+» سکرین پرده او د «کوالکوم سنېپ ډراګون» ۶۰۰ قوي پروسیسر لري.
 
دا موبایل په ۳ نسخو کې بازار ته وړاندې شو، چې لومړی یې د «3GB-RAM» سره د «32GB» حافظې درلودونکی، دوهم یې د «4GB-RAM» سره د «64GB» حافظې درلودونکی او دريم هم د «6GB-RAM» سره د «64GB» حافظې درلودونکی دی، چې هر یو یې بېلابېلې بیې لري.
 
«Nokia X5» ته دوه شاتنۍ کامرې ورکړل شوي، چې لومړۍ کامره یې ۱۳ او دوهمه ۵ میګاپيکسله ده او ترڅنګ یې مختنۍ ۸ میګاپیکسله سیلفي کامره هم ورکړل شوې ده.
 
ددې ترڅنګ ۳۰۰۰ ملي امپیره قوي بيټرۍ لري او د ګوتې نښه يا «Fingerprint» هم لري، چې تر شاتنيو کامرو لاندې ورکړل شوی دی.
 
ياد ځیرک موبایلونه د وړ او کمو بیو په درلودلو سره بازار ته وړاندې شول، چې د «32GB» حافظې درلودونکي موبايل بیه ۱۵۰ امریکایي ډالره، او د «64GB» حافظې والا بيه به تر ۱۸۰ امريکايي ډالرو پوري وي.