که غل نه اوړي نو مل دې واوړي

ګرانو هیوادوالو لکه څنګه چې خبریاست د افغانستان حکومت په خاصه توګه ولسمشر اشرف غنی قوی اراده کړې چې له وسلوالو مخالفینو او په خاصه توګه د طالبانو له تحریک سره سوله وکړي. د دې قوي ارادې یوه بېلګه هم د افغان حکومت او اسلامی حزب تر منځ  د سولې هوکړه وه چې وروسته له ډیرو اوږدو خبرو اترو څخه د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر په میاشت کې د ولسمشر غني او د اسلامی ګوند له مشر ښاغلي حکمتیار تر منځ لاسلیک شوه. سره له دې چې د اسلامی ګوند د سولې مرکچیانو د ښاغلي حامد کرزي د حکومت په وخت کې هم خپلې هلې ځلې کړې وې، خو د کرزي حکومت نه قوي اراده درلوده او نه هم کرزي صاحب دا صلاحیت درلود چې له مخالفینو سره یوه سوله ایزه لاره غوره کړي. د کرزي حکومت د ټوپکسالارانو او په خاصه توګه د شمال ټلوالې په دام کې راګیر ‌ؤ، کومه ټلواله چې تر نن پورې د سولې مخالفت کوي، دوی ښه پوهېږي چې د جګړو پای به د دوی د لوټماریو او ظلمونو ټغر ټول کړي.
 
د اختر د ورځو اوربند هم په افغانستان کې د څلوېښت کلن کړکیچ او جګړو په تاریخ کې د افغانستان حکومت او ولسمشر ته یوه غټه لاسته راوړنه او یو بیساری عمل ؤ. هیله ده چې دا لنډمهالي اوربندونه په اوږدمهالې سولې تبدیله شي.
 
 
اوس به راشو دې ته چې آیا طالبان هم د سولې د ټینګښت اراده لري که نه ؟، آیا طالبان دې ته چمتو دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني؟ حقیقت خو دا دئ چې طالبان تر اوسه هیڅکله د افغان حکومت سره د سولې په هکله نه خبرې کړي او نه هم د افغانستان حکومت په رسمیت پیژني. طالبان افغان حکومت ته د امریکا د لاسپوڅي او بوډاګي رژیم په سترګه ګوري، لکه څنګه چې پخواني مجاهدینو د کمونسټي رژیم حکومتونه لاسپوڅي او مزدوران بلل او دوی تل له روسانو سره د مخامخ خبرو اترو پلویان وو. کله چې طالبانو ته د امریکایانو او حکومت له خوا د سولي وړاندیزونه کیږي، همېش د دوی دا یوه خبره ده چې بهرني اشغالګر باید له افغانستان څخه ووځي او دلته اسلامي شریعت نافذ شي. تر اوسه خو ټول هغه فشارونه چې پر طالبانو راغلي که دا فشار د امریکې نوې ستراتیژي وي او یا هم د طالبان پر ضد پراخ عملیات او که هم د دوی مشرانو وژل وي، کومه ګټه یي نده کړې.
 
تعجب خو دا ده چې طالب مشران له یوې خوا د یوه نیواکګر یانې امریکا او ناټو وتل له هیواد څخه خپل اساسی شرط ګڼي، له بلې خوا د بل نیواکګر چې د پخواني شوروی میراثخور او د افغانستان د غمیزې د پیلولو اصلی عامل دئ، سیاسی او نظامی ملاتړ خپلوي. او همداراز  د ایران رافضي او مجوسي رژیم چې نه یواځې د څلورو لسیزو راپدیخو د خپلو لاسپوڅو په واسطه زمونږ د هېواد په ویجاړی کې غټ لاس لري، بلکې په سوریي، عراق، تاجکستان، یمن او او نورو سني مذهبو هیوادونو کې د سنیانو په وژلو او ربړونو کې اوچت لاس لرې او هر کال د سنیانو د ټکولو د پاره په ملیاردونو ډالر مصرفوي. نه پوهېږم چې طالبان په دې خبر دي که نه چې ایرانی شیعه ملیشو (حزب الله، فاطمیون، زینبیون) د داعش له ماتې څخه وروسته د زرهاوو سنیانو کلي او بانډې سوځولي او د زرهاوو بی ګناه سنی عراقیانو او سوریایانو وینې یي تویي کړي او رافضی رژیم دا هم غواړي چې زمونږ سپیڅلي او مقدسه اماکن (مکه مکرمه او مدینه منوره) خپل کړي. د دهري روسانو او د ایران رافضي رژیم ظلمونو او دښمنیو ته په کتو سره تاسې څه توجیه لری، چې د یوه ظالم اعمال غیرمشروع او د بل ظالم نیواکګر اعمال مشروع ګڼی، مهرباني وکړی، مونږ پرې پوه کړی!
 
طالبه وروره! ستا مخالفین تل وايي چې طالبان د آ اس آی لاسپوڅي دي او هر طالب لکه یو ملیشه د ډالرو په چوپړ کې دئ. خو زه او د افغانستان غوڅ اکثریت په دې آند وو چې طالبان د اسلامی نظام د رواستلو او د خپل هېواد د خپلواکۍ‎ دپاره مبارزه کوي او طالبان په خاصه توګه ټیټ پوړي طالبان نه د پیسو دپاره او نه هم د کوم موقف دپاره، بلکې د خپلې عقیدې او د هېواد د خپلواکۍ دپاره مبارزه کوي. خو له هغه وخته چې تاسې د روسانو او ایرانیانو له سیاسی او مالی ملاتړ څخه برخمن شوي یاست، زه او ولس پر تا باندې شکمن شوي یو. د جدې او مکې مکرمې  د غونډې تحریمول هم دا شک ته قوت وربخښي چې تا خدای مکړې د آخندي رزیم د خوشحالولو د پاره دې مبارکې غونډې کې چې د اسلامی نړۍ جیدو علماوو په کې ګډون کړئ وو، نه یواځې برخه وانخیسته، بلکې دا غونډه دې د امریکایانو دسیسه وبلله. طالبه وروره! که ته هېواد د یوه ښکیلاکګر او یرغلګر څخه راوباسې او بل یرغلګر ته يي سپارې، نو دا خو نه اسلامی عمل دئ نه هم له وطن سره مینه. ښه به دا وي چې پر خدای (ج) بروسه وکړې او دې څلویښت کلنې غمیزې ته چې اکثره قربانیان یي مظلوم او بی ګناه خلک دي، خاتمه ورکړې. که تاسې وایاست چې د کابل حکومت بوډاګی دئ او په مستقیمو بین الافغانی  خبرو کې ګډون نکوی، نو د خدای په لحاظ امریکایانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړئ، نور نو ولس په تنګ شوی دئ، نه د تا او نه هم د امریکایانو د ظلمونو تحمل لري.
 
د افغانستان له حکومت او په خاصه توګه له ولسمشر غنی څخه هیله کوو چې د سولې د راوستلو په لار کې باید هره وسیله په کار واچوي. په پښتو کې متل دئ چې وایی: « که غل نه اوړي نو مل دې واوړي» که طالبان دا پلمه کوي چې مونږ د کابل حکومت سره خبرو ته نه کښینو نو تاسې خپلو امریکایی دوستانو ته ووایاست چې طالبانو سره دې مخامخ خبرو ته کښېني. له کومه ځايه چې مالومیږي، د ټرمپ جنګي ستراتیژی په افغانستان کې بریالی نه ده، اوس د ټرمپ اداره غواړي له طالبانو سره نیغ په نیغ خبرو اترو ته کښیني. غوره به دا وي چې افغان حکومت هم د امریکې د دې نوې تګلارې څخه ملاتړ وکړي، تر څو طالبانو ته هیڅ پلمه پاتې نشي. که طالبانو بیا هم ولس وژنې ته ادامه ورکړه، بیا به په هغه صورت کې ثابته شي چې طالبان په واقعیت سره د پردیو غلامان ډي او ولس به هم د دوی اصلي څېرې و پیژني.
د تلپاتې سولې په هیله
و من الله توفیق