ځيني خلک غواړي په خپلو لیکنو کې د ټوپکسالارانو یاغی والیانو او قومندانانو د قانون ضد اعمال چې په حقیقت کې د اسلامي او ملي ګټو سر ه په ټکر کې دي، توجیه کړي او دغه منفورې څېرې ټولنې ته سپین چرګان وروپېږني. دوی تل په سیمو کې د دې والیانو او قومندانانو په هکله لاسته راوړنو ته په خاصه توګه په امنیتي برخه کې اشاره کوي او وايي چې که دا والی یا قومندان صاحب نه وای، نو نه به چا اقتصادی وده لیدلې وه او نه به هم امنیت راغلی وای. دا چې دې ظالمانو ولس په اسارت کې نیولی او ولس د دوی دقدرت د جزیرو د ساتلو دپاره څومره مالي او ځاني قرباني ورکړې او ورکوي او یا هم ولس په دې لاسته راوړنو کې څومره ونډه لري، هیڅ کومه اشاره هم نه کوي.
پرون مې د روهي په ویبپاڼه کې یوه لیکنه „ لوی پاسوال عبدالرازق عتيق زي“ تر عنوان لاندې ولوستله. زما په آند محترم لیکوال له ماشیني جنرال عبدالرازق څخه سم شناخت نه لري که نه خویې دا یاغی قوندان سپین چرګ نه معرفی کاوه. خو زه به محترم لیکوال ته د ماشیني جنرال یا د لیکوال په خبره لوی „پاسوال“ رازق خان اصلي څېره وروپیږنم.
عبدالرزاق اڅکزي چې مستعار نوم يي رزاق خان او په کال ۱۳۵۸ د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې زیږیدلی دئ، د کندهار په دویم ګورګین هم شهرت لري. ویل کېږي چې د ټوپکیانو په وخت کې لغړزنی هلک و چې د کندهار میدان ته نږدې یي د قومندان منصور په پوسته کې شپې تیرولې ، کله چې طالبانو کندهار ونیو منصور په خپل فیجارو موټر کې د ریګ په خوا وتښتیده او غوښتل یي چمن ته واوړي په ریګ کې د منصور موټر بند سو او طالبانو ته په لاس ورغی، طالبانو منصور اعدام کړ او د میدان مخې ته یي د ټانګ په میل راځوړند کړ او رازق چې له منصور سره په فیجارو کې ګیر شوی و، ځکه یي پریښود چې بلوغ ته نه ورسیدلی او غیرمکلف و. رازق له هغه وروسته کوټې ته ولاړ هلته د لوچکانو او قاتلانو د بانډ غړی سو او کله چې امریکایان راغلل، بیرته کندهار ته راغی او امریکایانو ورته په بولدک کې د پي آر ټي په تشکیل کې ځای ورکړ.
رازق په بولدک کې هم سخت ظلمونه او قتلونه وکړل، له دې جملې د چمن د هغو څوارلسو ځوانانو قتل عام د یادولو وړ دی چې د نوروز میلې ته تللي او بیرته د راګرځیدو په وخت رازق اختطاف کړل او بیا یي مړه جسدونه وموندل شول.
که پخوا د رازق د وحشت سیمه یوازې بولدک، ارغسان او معروف وه مګر اوس یې ټول کندهار او حتی زابل ته سرایت کړی دی، رازق د امنیه قومندان په حیث له ټاکل کیدو وروسته د ټول کندهار قدرت په لاس کې اخیستی او د مړتت والي او نورو چارواکو له بي حسۍ څخه یي ښه استفاده کړې ده.
رازق په کندهار باندې بشپړ پولیسي او استبدادي نظام قایم کړی دی، دده ځانګړي استخبارات، ځانګړې څارنوالي او ځانګړې صحرایي محکمه لري، چې د خپل شخصي وحشي بانډ د غړو په مرسته هرچا ته یې چې خوښه شي نیسي او بیا یې په ډیر قساوت وژني.
د جنرال رازق د ښاري بانډ د شکنجو شخصي ځایونه د امنیتي حوزو پوستې، په امنیه قومندانۍ کې د نظارت خانې په نامه کانتینرونه او له منډیګک ماڼۍ سره مخفي زندان دئ، چې د کندهار اوسنی ګورګین او د هغه قساوتګر چوکران په کې دانسانیت په ضد جرائم ترسره کوي.
د جنرال رازق له دغو مخفي زندانونو څخه داسې کیسې راوتلې دي چې سړی یې داوریدلو تاب نلري، د کندهار یو د لیسې زده کوونکی چې د رازق وژل شوي جلاد جاجو دنامعلوم جرم له امله نیولی و، وایي چې په دغو مخفي شکنجه ځایونو کې په انسانانو له ډول ډول شکنجي نیولې تر جنسي تیریو پورې سزاګانې عملي کیږي، د دغو سزاګانو یوه یې په تناسلي اعضاوو پورې د درنو وزنونو ځوړندول دي، د رازق له زندانه ژوندي راوتلي ښاریان وایي، چې رازق انسانان بربنډوي، بیا په داسې حال چې دیوال ته یي لوڅ درولی وي، په تناسلي اعضاوو پورې یوکیلویي اوسپنې ځوړندوي، که په یوکیلویی وزن دده خبرو ته ځواب ورنکړي، نو وزن زیاتوي او دوه کیلویي کوي همداسې تر لس او پنځلس کیلو پورې وزن اضافه کوي، تر څو ګرفتار سوی شخص په نه کړیو جرمونو اعتراف ته مجبور کړي.
د «هستي محمد» په نامه د کندهار د شپږمې ناحیې یو اوسیدونکی چې زده کوونکی دئ، د جنرال رازق لخوا ورڅخه په همدې ډول په اختطاف کې دلاس درلودلو اعتراف اخیستل شوی او په دې توګه د اختطاف اصلي مجرم ته چې د رازق د بانډ غړی دئ برائت ورکول شوی او جرم یې په بې ګناه «هستي محمد» تاوان شوئ.
د کندهار یو بل اوسیدونکی چې د رازق کسانو ورڅخه په جبر اقرار اخیستی وایي: ما په هیڅ جرم کې لاس نه درلود، د رازق په يوه مربوط زندان کې ډیرې شکنجې راکړل سوې خو اقرار مې ونکړ، آخر یي ډوډۍ راباندې قطعه کړه، څو ورځې یي ډوډۍ رانکړه بله ورځ یي یوه لویه هندوانه راته راوړه، زه چې وږی وم ټوله هندوانه مې وخوړله، د رازق کسان راغلل جامې یې رانه وایستې لاسونه یي ترشا راوتړل او زما تناسلي آلت یې په یوه ربړ باندې مضبوط وتاړه، تر څو بولې ونه کړای سم ، ما چې هندوانه ډیره خوړلې وه د بولو کولو ضرورت راته پیښ سو، خو داچې تړل سوی وم نو مثانې مې سخت درد شروع کړ، د همدې درد په حالت کې یي راته وویل چې ومنه دغه خبره چې موږ یي درته وایو کنه په همدې درد کې به مړ کیږي، ما له سخت درد سره سره ورته اقرار نه کاوو، خو په پای کې بي هوښۍ ته نږدې سوم او د مرګ خطر مې و نوځکه له مرګ څه دنجات له امله مې ورته په دروغو اقرار وکړ. دغه بندي وایي د رازق په زندان کې هیڅکله ډیر خوراک او څښاک مه کوئ کنه دغسې ظالمانه سزا به درباندې عملي کوي.
د کندهار د معاصر ګورګین جنرال رازق د شخصي زندانونو او څارنوالیو خبره مو وکړه خو دا مو ونه ویل چې د رازق شخصي محکمې چیرې دي؟