طالبه وروره د ډیپلوماسۍ میز له لاسه مه ورکوه!

دادی اوس امریکایان چمتو سوي چي له تاسره مخامخ خبرو ته کښیني، له دې فرصت استفاده وکړه، په خپلو خبرو کي ټول اړین شرایط وړاندي کړه، که ستا د خبرو له برکته موږ د مکاري، دروغجني او څو مخي امریکا له حضور او د څو مخیو، بدمرغو او مغرضو ګاونډیانو د لاسوهنو څخه خلاص سو، نو دا به دي ملت ته لوی خیر رسولی وي.

د اسلام مبارک دین تر نهايي کچي په سوله ایزي، دعوتي او سیاسي لاري موخو ته د رسیدو ټینګار کوي، په جګړه کي غدر، ډله ایزي وژني، د مسلمان وینه تویول، د یو کافر لپاره د لسګونو مسلمانانو وژل په کلکه غندي.

ان د غافلګیري جګړې څخه چي ناخبره برید ترسره سي هم ډډه کوي، عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه د سمرقند څخه خپل پوځونه بیرته راویستل چي دوی غافلګیره برید کړی ؤ او د بیا ځلي لپاره یې دښمن ته د جګړې اعلان وکړ.

راځئ د ډیپلوماسۍ په میز کي هم خپل قوت ښکاره کړئ که مو شرایط ونه منل سوه، لږترلږه به مو ملت ته قناعت ورکړی وي.

ته به خبر یې چي ستا د سولي په اړه ټول ملت اتفاق نظر نه لري، سته داسي افغانان چي تاته د وژونکي ډلي په سترګه ګوري او ان د سولي وروسته په ټولني کي ستاسي د جذب په اړه شک لري، د سولي وروسته ستاسي د برخلیک په اړه شکمن دي، ګمان کوي چی په ادارې کي د کار لپاره ظرفیتونه نه لرئ، بناءً دغه حالت باید نور دوام ونکړي، خپل اداري او ډیپلوماټیک بصریت په ثبوت ورسوئ.

ورځ تر بلي مو ملاتړ کمیږي، د حرمین الشرفین منبر، د اسلامی هیوادونو د همکارۍ سازمان سټیج چي ټوله اسلامي هیوادونه یې غړیتوب لري او د منځنۍ اسیا د هیوادونو پخوانۍ اړیکي مو له لاسه ورکړي.

هیڅ یوه افغاني ډله په یواځي ځان هیواد نسي اداره کولای، راځئ هغه بودجه چي ته او دولت یې پر جګړې لګوئ پر اقتصادي او سیاسي ثبات، علم، او خپلو فقراءو ولګوو.

که جګړه ختمه نکړو، لیري نه ده چي د نړۍ تر ټولو فقیر، سوالګر او بې علمه ملت سو.
راسئ لږ غور وکړئ، ستا یتمان اولادونه هم دي ملت ته پاته دي او د عسکر یتمان اولادونه هم دي ملت ته پاته دي.

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي چي دا مهال د افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله پینځه لکه (پنځه سوه زره) کونډیاني ورسره ثبت دي، حال دا چي معلومه ده د طالبانو کونډیاني او نور ډیري کونډیاني ځانونه نه ثبتوي چي دا شمیره کیدای سي ان دوه برابره سي.

د احصايې مرکزي اداره وايي چي ۵۴٪ افغانان یعني له نیمايي زیات ملت مو د فقر تر کرښي لاندي ژوند کوي که ساده ووایو نو نیم ملت مو د ورځي سل افغانۍ عاید نه لري، غذا، روغتیايي خدماتو، د څښلو پاکو اوبو، ښووني او روزني ته لاس رسۍ نه لري.

۵۴٪ ملت مو بې علمه دی، هغوی چي علم لري د هغوی علم نه په دیني لحاظ او نه په عصري لحاظ د عصر له شرایطو سره برابر دی، زموږ په فابریکو، بانکونو، تخنیکي او مسلکي ځایونو کي لاهم پنجابی، هندی، امریکايي او نور کار کوي، لازم مسلکي ظرفیتونه نه لرو.

لاهم شپږ میلیونه افغانان په پردیو هیوادونو کي مهاجر دي اکثره هیوادونه راته د انسان په سترګه هم نه ګوري، هغه اروپا چي د بشرپالني دعوی کوي یو مهاجر پکښي اړکیږي چی د یوې ګولې ډوډۍ لپاره خپل جسم وپلوري.

په دې خو ټول سره پوهیږو چي نه تاسي او نه دولت دا جګړه په خپلو امکاناتو مخته وړلای سئ بلکه دواړه داسي حامي هیوادونه شاته لري چي پر جګړې پانګونه کوي.

د یوې غښتلي سیاسي ډلي په توګه میدان ته راووځئ، د غیراخلاقي انحرافاتو، بې دینۍ او فساد مخه ونیسئ، په سیاسي مشارکت کي ځان شامل کړئ، که اختلاف نظر سره لرو پر مشترکاتو به ګډ کار کوو، د اسلامي ډلو یو واحد محور باید جوړ سي.

نن اکثره اسلامي نړۍ زموږ پر روان حالت رد او بد وايي، موږ جګړه مار، بې علمه، فقیر او ناپوهـ ګڼي.

راسئ خپل مسجد، دفتر، مدرسه، ښوونځي، مارکیټ او لار امن کړو!