مسجد د اسلامي ثقافت او اسلامي تمدن بنسټ، د عقیدې او فکر روزنځای، د مسلمانانو د ادارې او سیاسي چارو دفتر او بالاخره د واحد رب د عبادت معبد دی.
په قران کریم کي دوه ویشت ځله د مسجد یادونه سوې، د مسجد جوړول د جوړونکي پر ایمان ګواهي ورکوي (إِنَّمَا یَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْیَوْمِ الآخِرِ) البقره، ژباړه: د الله مسجدونه خو هغوی جوړوي چي پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان لري.
مفسیرین ددې ایت په تفسیر کي وايي: څوک چي مسجد جوړوي ددې ایت له مخي تاسو د هغه پر ایمان ګواهي ووایاست، دویم ټکی دا چي کافر ته جواز نسته چي مسجد جوړ کړي، ځکه د مسجد جوړول یواځي د ایمانداره خلکو کار دی.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم چي کله د کفارو له تشدد او ظلم څخه هجرت ته اړ سو، مدینې منورې ته له رسیدو سره سم یې لومړی کار دا ؤ چي د یو مسجد (مسجد قباء) د بنسټ ډبره یې کیښوده (حدیث، بخاري)، په خپلو مبارکو لاسونو یې ډبري راوړلې تر څو مسلمانان پوهـ کړي چيري چي مسلمانان اوسیږي، لومړی کار یې باید د مسجد جوړول وي او بلي خوا د پیغمبري فضلیت سربیره، د مسجد په جوړولو کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مستقیمه ونډه ددې مانا لري چي سیاسي حاکم او اسلامي دولت باید د مسجد جوړولو ته ځانګړی پام وکړي.
زه پر دې بحث نه کوم چي د مسجد جوړول څومره فضلیت لري یا هم په مسجد کي لمونځ څومره فضلیت لري، یا هم مسجد د عبادت، علم او ذکر ځای دی؛ بلکه غواړم د یو ورور د اعتراض په ځواب کي واضحه کړم چي مسجد یواځي د لمانځه لپاره نه بلکه د مسلمانانو د مهمو دیني او دنیوي، سیاسي او ټولنیزو پریکړو او مشورې ځای هم دی.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم د غزواتو او نظامي حرکتونو مخکي په نبوي مسجد کي مشوره کړې، کله چي به بهرني هیئتونه (وفدونه) راتلل، نو په مسجد کي یې د هغوی هر کلی کاوه، د سولي او جګړې خبري اترې په مسجد کي کیدلې، د مسلمانانو د مور عایشې رضي الله عنها څخه ثابته ده چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم به هره مهمه پریکړه او حکم د مسجد پر منبر اعلاناوه، دا چي د نبوي مسجد او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم کور څنګ پر څنګ یعني یو دیوال یې ترمنځ ؤ، نو ځکه عایشې رضي الله عنها ځیني حدیثونه په دې شکل روایت کړي چي په خپل کور کي به یې پر منبر د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خبرو ته غوږ نیولی ؤ.
همدارنګه بیعت یا ټاکني چي یوه سیاسي پروسه ده او په ترڅ کي یې سیاسي مشر یا حاکم ټاکل کیږي په مسجد کي ترسره کیدلې، د راشده خلیفه ګانو سره بیعت په مسجد کي ترسره سوی، هر خلیفه (په اوسنۍ اصطلاح ولسمشر) به خپله امامت کاوه، د جمعې د ورځي په خطبه کي به یې د ورځي مهمو موضوعاتو باندي بحث کاوه، په مسجد کي یې د خلکو ستونزي او شکایات اوریدل، د هیواد د سیاسي او غیرسیاسي چارو په اړه به یې په مسجد کي مشورې کولې.
ستونزه چیري ده، ولي ځیني خلک فکر کوي چي مسجد یواځي د عبادت ځای او بیا د دوی په اصطلاح عبادت یواځي لمانځه ته ویل کیږي.
دا خلک یا خو د اسلامي تاریخ او دین په اړه سمه پوهه نه لري یا خو د عبادت څخه محدود مفهوم اخلي، معاصر علماء، عبادت ته پراخه معنی ورکوي که څوک قضاء، سیاست، اداره او د ژوند نوري چاري د اسلامي شریعت سره برابري ترسره کړي نه یواځي دا چي عبادت ګڼل کیږي بلکه فضلیت یې خورا ډیر دی، د یو عادل امام یوه ورځ د شپیتو کالو عبادت سره برابره ده (يوم من إمام عادل أفضل من عبادة ستين سنة) الحدیث.
کله چي په نبوي دور کي ځيني صحابه کرام د والیانو په توګه وټاکل سوه لکه یمن ته معاذ بن جبل رضي الله عنه د والي په توګه ګمارل، نو هلته دوی نه یواځي والیان بلکه د خپل لوی مسجد خطیبان هم وه او د مسلمانانو د چارو لوی قاضیان هم وه.
دا زموږ د اسلافو لار ده چي مسجد او سیاسي چاري باید سره جلا نسي، حاکم او خطیب باید یو وي، لمونځ باید حاکم ورکړي، په خطبه کي باید د ورځي مهم سیاسي او غیرسیاسي موضوعات تشریح سي، د مسلمانانو شکایتونه په مسجد کي واوریدل سي او داسي نور.
فکر کوم د افغانستان په معاصر تاریخ کي به د مجاهدینو د حکومت سره سم د اسلامي دولت رئیس صبغت الله مجددي لومړی ولسمشر ؤ چي د څرخي پله په لوی مسجد کي یې خپله خطبه وویل او د لمونځ کوونکو امامت یې ترسره کړ، زموږ جهادي رهبران چي په ورته وخت کي د سیاسي ګوندونو مشران هم وه، خپله یې امامت کاوه او د جمعې او اختر لمونځونو خطبې به یې وړاندي کولې.
څه موده مخکي مي ولیدل چي د ننګرهار پخواني والي مولوي عطاء الله لودین د خپل ولایت پر وخت د ولایتي شورا یوې شهیدي سوي وکیلي (انګیزې شینواري) د جنازې لمونځ ادا کړ، دا د خوښۍ ځای دی یو مسلمان والي باید همداسي وي.
موږ د هغي ورځي په ارمان یو چي زموږ چارواکي د دفتر او منبر فاصلې ختمي کړي، مسجد ته د مسلمانانو د ارګ په سترګه وګوري، هغوی چي سیاسي چاري له مسجد څخه باسي په حقیقت کي په غیرشعوري ډول د دین او سیاست ترمنځ بیل والي ته کار کوي، په لویدیځه نړۍ کی ولوکه د دین او سیاست د بیل والي (سیکولاریزم) نظر منل سوی خو بیا یې هم ولسمشر په لومړۍ ورځ پر خپل مقدس کتاب قسم اخلي او د انګلستان ملکه په ورته وخت کي د پاچاهي ترڅنګ د انګلستان د کلیساګانو مشره هم ده.
وروستي