نهه ورځي مو د الله تعالي په سپیڅلي کور (بیت الله) شریفي کي تیري کړې، د اتمي شپې په ماښام د شرکت استازي راته خبر راکړ چي صبا دنهمي ورځي په ماپښین تاسو مدیني منوري ته سفر لرئ، د ماپښین لمونځ مو اداء کړ، وروستئ د الوداع (خدای په امانۍ) طواف مو وکړ، کله چي دکعبې شریفي له حرم څخه روانیدلو واقعاً ډیره سخته شیبه وه، داسي فکر به کوې چي ډیر نږدې دوست دي شاته پاته کیږي او همداسي ده، ته د الله تعالي د میلمستیا څخه روانیږې ډیر کم کسان به وي چي د خدای په اماني پرمهال ونه ژاړی، دلته بې اختیاره اوښکي د ګریوان په لور تویږي، د کعبي شریفي د وروستي خدای په امانۍ پرمهال مو دبیا راتللو دعاګاني کولې، له دې سره کرار کرار خپل د اوسیدا هوټل ته ورسیدلو، د درې بجي په شا او خوا ۴۰۴ ماډل بس موټر چي د شقادف شرکت اړوند و، راغی بسترې مو تیر ماښام تړلي وې، موټر ته وختلو او د الله د رسول د ښار پر لور روان سولو، د مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته د موټر کابو شپږ ساعته مزل دی خو په دې شپږو ساعتونو کي پر لاره یو ساعت دمه شامله ده.
د شپې لس بجې وې چي د الله د رسول ښار (مدینة رسول) ته ورسیدلو، د موټر سپرلۍ په بیلابیلو هوټلونو کي ځای پرځای کیدل په دې کي یوساعت نور تیرسو، د شپې یولس بجي خپلي استوګنځۍ ته ورسیدلو، مدني حرم شریف ته په یوه ډیر نږدې ځای کي راته هوټل نیول سوی ؤ، دغه هوټل د مدني حرم کعبي شریفي لور ته کابو په درې سوه میترۍ کي قرار لاره چي (فندق اریس المدینه) په نوم ؤ، د شرکت د مدیني استازی چي په خټه ازبک او دافغانستان دکندوز ولایت ؤ موجود ؤ، او موږ یې شپږم پوړ ته رهنمايي کړلو، دغه هوټل ټول لس پوړیز ؤ.
دلته مو دماخوستن لمونځ اداء کړ تر کړکۍ لاندي مو وکتل حرم شریف مو ولیدۍ خوشحاله سولو چي مدني حرم شریف ته نږدې یو، دقبلې معلومات راته نه کیدی وروسته بیا یو انځور ته متوجه سولو چي غالباً په هر اتاق کي نصب وي او د ویکتور بڼه لري او دکعبې شریفی لوری ښيي.
سهار مهال مدیني حرم ته دلمانځه ادایني لپاره ولاړلو، ښکلی جماعت مو اداء کړ، ډیري خوږې شیبې وي، زړه کي به دي ګرځیدل چي یاربه زه او دومره بخت چي د الله در سول په مسجد او حرم کي د سهار لمونځ په جمع (جومات) سره اداء کوم.
د لومړۍ ورځي په ماخوستن دشرکت استازی راغی او راته یې وویل چي ټاکل سوې ده تاسو صبا یو شمیر مهمو مذهبی او تاریخي اماکنوته بوځو، همداسي وسول دسهار چای خوړولو وروسته لومړی د احد غر لیدلو ته ورغلو چیري چي د اسلام دویمه غزا سوې ده او کابو اویا تنه صحابه کرام شهیدان سوي دي، دشهیدانو روح ته مو دعا وکړل، د رماة غره ته وختلو چي له هغه څخه مخامخ د احد غره ښه لیدنه کیږي.
ورپسې د مدیني منورې کلیوالي سیمو ته ولاړلو هلته مو دخرما باغونه له نږدې وکتل، هلته یو لوی دکان هم و چي خرماوي پکښې خرڅیدلې، له هغه وروسته مسجد قباء ته ولاړلو ، د قبا مسجد د اسلام لومړی جوړ سوی مسجد دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم دهجرت په لومړی ورځ په داسي حال کي جوړ کړ چي هغه مبارک په خپله ورسره کار کاوه.
د قبا مسجد لوړ فضلیت لري ددې مسجد دمحراب پر سر د مسلم شریف یو حدیث هم لیکلی و، چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي چاچي په قبامسجد کي دوه رکعته نفل لمونځ اداء کړ هغه ته د یوې عمري ثواب دی.
هلته مو نوافل وکړل، له دې وروسته مسجدالقبلتین ته ورغللو، دا هغه تاریخي مسجد دی چي دلومړي ځل لپاره د بیت المقدس څخه کعبې شریفی ته دقبلې لوری واوښتئ نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم په همدې مسجد کي لمونځ ورکاوه چي یوځل یې په ناڅاپي ډول دلمانځه لوری بدل کړ او یو شمیر صحابه کرام هم ورسره وګرځیدل.
له دې وروسته غرمه نږدې وه او د ماپښين لمانځه لپاره مو تیاری ونیوی خپلو اتاقونو ته راغللو او پر پینځلس کم یوه بجه مو په مدني حرم شریف کي جمع وکړل.
د لومړۍ ورځي په سهار د باب السلام دروازې څخه دنبي کریم صلی الله علیه وسلم زیارت ته ورغللو، پر خپل مبارک پیغمبر مو سلام او درود ووایه ورپسې د اسلام لومړي او دویم خلیفه حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر رضی الله عنهما ته مخامخ سولو هغوی ته مو هم سلام اداء کړ.
ددې زیارت په فضلیت کی راځي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي څوک چي زما زیارت ته راسي او سلام اداء کړي، د سلام جواب زه په خپله ورکوم.
د ښځو دننوتلو وخت او دروازه ځانګړې وه، هر وخت نسوای ورتللی.
دشپې پر نهمه بجې مي مورکۍ د ښځو پر دروازې برابره کړل، خو دننه زه ورسره نسوای تللای ځکه دغه دروازه د ښځو لپاره مختص وه.
د مدني حرم سره جوخت یا خورا نږدې د جنت البقیع هدیره وه هلته ورغللو چیري چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارکي بیبیاني (امهات المؤمنین) او دهغه دکورنۍ غړي دفن دي.
د مدني حرم قبلې لور ته د قرانکریم نندارتون دی، هلته د قرانکریم تاریخي او حیرانونکي نسخې پرتې دي چي په دې کي یو قرانکریم داسي هم و چي اوږدوالی یې یو متر او دري څلویښت سانتی متر(۱۴۳) او عرض یې ۸۰ سانتی متر ؤ.
د قرانکریم دغه نسخه په ۱۸۲۵م کال کي د غلام محي الدین په نوم یو شخص په نستعلیق خط په لاس لیکلې وه، د قرانکریم ددې نسخې وزن ۱۵۴ کیلو ګرامه ؤ.
د مدني حرم شریف بیلابیلي دروازې دي، خو یوه دروازه یې د باب جبرئيل په نوم ده، دا هغه دروازه ده چي جبرائيل امین علیه سلام به دوحي لپاره له دې دروازې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راتلئ.
په مدینه منوره کي مو پینځه ورځي تیري کړي، د جمعې ورځي لمونځ مو هم له نیکه مرغه پکښې اداء کړ خو له امام څخه مي ګیله وسول د خطبي په دعا کي یې یواځي عراق او سوریې ته دعاګاني وکړلې.
پر عربو باندي اوس هم دنشنلیزم سیوری پروت دی، عجم دهغوی په ذهن کي نسته، موږ ته ګوره چي په یمن کي هم دسعودي په بریا خوشحاله یو، یا سخت عقیدوي خلک یو، یاهم ډير خوشبینه او ساده یو!
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د منبر او قبر ترمینځ مځکه دجنت مځکه ده هلته د نفل اداء کولو لپاره هر وخت لږترلږه ۲۰ دقیقې انتظار په کار دی، یوه ورځ مي انتظار وکړ خو بیرته راوګرځیدلم پښو مي یاري نه کول بله ورځ لس بجې مهال مو کابو شل دقیقي په ولاړه انتظار وکړ چي له نیکه مرغه دجنت مځکي ته ورسیدلو هلته مو نوافل اداء کړل.
په پینځه ورځ د مازیګر مهال په ۴۰۴ بس کي د جدې په لور وخوځیدلو، له مدیني منورې تر جدې پوري څه کم ۴۰۰ کیلومتره لارده، پر لاري مو د بدر غزا له ځای څخه هم د لیري لیدنه وسول، د ماښام لمانځه ته یې داسي وخت ودرلو چي نور نو دماښام لمونځ قضاء ؤ موږ او څه دوستانو په بس کي په اشاره لمونځ وکړ خو ځینو بیا ناوخته په مسجد کي اداء کړ، خو دلته یوه خبره ده چي موټر چلونکي اجازه نه لري چي په لاره سپرلۍ د لمانځه یا ضرورت لپاره کښته کړي، کنه د ترافیکو لخوا جرمانه کیږي هلته داسي نه ده چي د هلمند کابل لویه لاره ده چيري چي دي زړه وغواړي هلته دریدای سې.
د شپې لس بجې شاه او خوا دجدې هوايي ډګر ته چي اصلي نوم یې (د پاچا عبدالعزیز دولتي هوايي ډګر) دی ورسیدلو چي په عربی کي ورته (مطار الملک عبدالعزیز الدولی) دی، ۵ لیره زم زم اوبه په نهه ریاله خرڅیدلې هغه مو رانیولې، که څوک له ځان سره زم زم اوبه ولري نو هغه نه پریږدي ددغه ځانګړو اوبو او بوتلونو رانیول حتمي دي ورپسې ترمینال ته ورغللو، د فلای دبی الوتکوشرکت له فی نفر سره د پینځه لیتره زم زم اوبو علاوه شل کیلو وزن جواز ورکاوه دلته نو دځینو معتمرینو وزن ډير و چي بیا اضافه یو کیلوګرام په ۳۸ ریاله ؤ چي ډيري پيسې کیدلې.
د بوردینګ پاس او پاسپورت چیک وروسته له یوه لنډ انتظار وروسته سهار پینځلس بالا څلور بجې الوتکه کي وختلو خو دجدې شپه تر ټولو ستونزمنه شپه وي، ټوله شپه په ولاړه تیریږي، له دوه نیم ساعته مزل وروسته دوبی ته ورسیدلو په دوبۍ کي له نیم ساعت انتظار وروسته د کابل په لور وخوځیدلو له څه کم درې ساعته مزل وروسته ماپښین کابو یوه بجه د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر کي کښته سولو، ورور مي داود صفاري هوايي ډګر پارکینک ته راغی او دعمرې سفر مو دلته خاتمه پیداکړه.
رب دي زموږ تاسو ټولو بیا لیدنه ورسره وکړي!
وروستي