د بې حیاتوب ناوړتیا، بیلګې او بدې پایلې
ليكنه: محمد بن إبراهيم الحمد
حيا داسې خوی او خصلت دی چې انسان نيکو او ښو کارونو ته هڅوي او له بدو کارونو يې منع کوي.
کله چې انسان له حيا څخه خالي شي او ځان پرې سينګار نکړي نو بايد ډاډمن نشي چې د بدو کارونو څخه به وژغورل شي او لدې دې هم تعجب نکوي چې ناوړه او احمقانه کارونه به نه ترسره کوي.
بې حيا انسان د همت کمښت، د منزلت او مرتبې ټيټوالی هيڅ باک نه بولي او يا داسې څه هم نه لري چې هغه د غوره کارونو په لور راوبولي او د بدو کارونو څخه يې وژغوري.
د حيا د کموالي ځینې صورتونه او حالتونه په لاندې ډول دي:
لومړی: په عمومي توګه ګناهونه ښکاره ترسره کول.
دويم: سګرټ څکل:
په تېره بيا په عامه ځايونو کې، د سګرټ څکل د عقل د خاوندانو په اجماع يو شر او بلا ده او څکل يې ناروا دي.
خو مصیبت بیا هله ستر شی چې سګرټ څکونکي په عامه ځایونو لکه: روغتون، الوتکه، ریل ګاډي او یا په تم ځایونو کې د ډلګیو خلکو په وړاندې څګرټ څکوی.
په دی کړنه کې څومره ناوړتیا او د نورو خلکو په اړه لا پروایې ده؟
څنګه به بيا ددغه سګرټ څکونکي نفس پاک شي چې هغه پخپلو ناپاکو او چټلو لوګو خپلو شاوخوا خلکو ته زيان رسوي؟
دريم: د قرض ځنډول:
داسې خلک شته چې د يو شتمن خوا ته ورشي خپل مشکل ورته بيان کړي او قرض ترې وغواړي، وايي لږ وخت وروسته به دی پور بيرته خلاص کړم.
خو كله چې خپله موخه تر لاسه کړی، بیا ځان ناشنا کړي او پور ورکونکي ته شاه کړي. د قرض په ځنډولو پیل وکړیي او په خلاصولو کې يې کلونه تېر شي.
خو دا کار د نفس په کمزورتيا د اخلاقو په ناوړتيا اود حيا په کموالي دلالت کوي.
څلورم: د پردیو تورسرو سره د نامشروعه تليفوني اړیکو ساتل:
ځينې خلک په نامشروعه تليفوني اړیکو د مسلمانانو کورنيو ته زيان رسوي، غواړي په نرمو او غوړو خبرو پردیو تورسرو سره ناروا اړیکې او ملګرتیا وساتي.
کله داسې وشي چې په دغه بې لارېتوب او کم عقلتوب کې ورسره څوک ملګرتيا وکړي او يا تليفون داسې پاک لمنې ته په لاس ورشي چې په دغو لوبو بلده نه وي، خو تليفون کوونکي ورسره په چل او هنر په خبرو کې ډېر وړاندې لاړ شي، خبرې يې ثبت کړي، بيا نو دغه خبرې د هغې بې چارګۍ د اذيت سبب شي او وخت په وخت يې پرې ګواښی که چیرته یې ناروا غوښتنې ونه مني.
دا ناوړه کړنه د دین په کمزورتیا، بی حیاتوب، د همت په ټیټوالی او د کم عقلی په زیاتوالی دلالت کوی.
شیخ بکر أبو زید د دغه ناوړه عادت په اړه وایي:" ما ګمان کو چې دا ناروغی د وخت سره ختمیدونکی ده، خو د کم عقلانو له خوا د کورنو په مینځ کې د مسلمانانو تورسرو سره د اړیکو ټينګولو هڅه کول او په خپلو خوږو او فریبی خبرو دهغوی راجذبولو شکایتونه پرلپسې شول.
ځینې کم عقل د پردیو کورنیو سره اړیکې نیسي هلته د نارینو نشتون فرصت ګڼي او هڅه کوي پخپلو خوږو او غولونکو خبرو څوک ښکار کړي.
دا یو ډول د پردیو تورسرو سره خلوت (ځانلوای) او هغه ته لار پیدا کول دی، يقيناً رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دى:« إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ».
ژباړه: پردو ښځو سره د ځانله والي نه ځان وساتئ
په الله قسم چې دا کار ګناه او بې حيايي ده چې کوونکي ته به يې سزا ورکول کيږي نو د داسې ګناه څخه ځان وساته چې ستا د مخ ابرو او ځلا له مينځه وړي.
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی
وروستي