په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بیلګې (عقده لرل، شومتوب او د کم عقلو ملګرتیا کول )
ليكنه: محمد بن إبراهيم الحمد
پرلپسې...
(۱۲) عقده لرل:
په ټولنه کې داسې خلک هم شته چې تور زړه لري، د بښنې او مخ اړونې لار نه پېژني کله چې يې په حقوقو کې د چا له خوا څه کمی وشي نو بيا د تل لپاره دغه خطا ياد ساتي که څه هم هر څومره موده پرې تېره شي.
بيا يې په زړه کې عقده پيدا شي او د تل لپار ه د مقابل لوري څخه د غچ اخيستنې او هغه ته د زيان رسولو په هڅه کې وي په دې انتظار کې وي چې خپله کرغېړنه موخه او هدف سرته ورسوي او خپله تنده ماته کړي.
(۱۳) شومتوب:
دا هم د ناوړه اخلاقو له جملې څخه دی چې د انسان په دين او راکړه ورکړه کې خلل راولي، په دنيا او اخرت کې يې بدمرغه ګرځوي.
بخيل او شوم انسان د الله تعالی څخه لرې، د خلکو څخه لرې، د جنت څخه لرې او اور ته نېږدې وي.
شوم انسان د تنګې سينې، کمزوري نفس او د لږې خوشالۍ خاوند وي، د ډیرې پریشانۍ او غم څښتن وی ، خپل مشکلات نشي حلولی او نه په خپلو غوښتونو بريالی کېدی شي.
داسې خلک هم شته چې سره د ماله بيا هم شومتوب کوي، په داسې حال کې چې شتمنی یې د ده او اولاد د زرونو کلونو د ژوند لپاره پوره وی او ځينې خلک بيا پخپل مقام اومنزلت شومتوب کوي په نيکو کارونو کې ونډه نه اخلي او نه د يو مستحق انسان سفارش کوي. ځينې خلک په پخپلو ويناوو کې بخل کوي هیڅ چاته نصيحت نکوي او كه د نصیحت غوښتنه ترې وشي نو بخل کوي. د بخل بيلګې ډیرې دي يې په ځانګړې توګه پټ حالتونه يې خورا ډېر دي.
(۱۴) د ناپوهه او کم عقله خلكو سره ملګرتیا کول:
په ټولنه کې داسې خلک شته چې له هغو کسانو سره چې اخلاق نلري په کم عقلی او بی ځایه خبرو کې ملګرتیا کوي او ځان د داسې څه اورېدلو هدف ګرځوي چې نه يې غواړي او نه يې خوښوي، په دې کار سره ځان د بې عقل او جاهل سړي سيال جوړ کړي او د هغه درجې ته خپل حیثیت راټيټ کړي.
په دې اړه يو شاعر وايي:
إذا جاريت فی خلق دنيئاً فأنتَ وَمَنْ تجاريه سواء
ژباړه: کله چې ته په ناوړه اخلاقو کې د چا ملګرتيا وکړې نو ته او هغه څوک چې ملګرتيا يې کوې يو شان ياست.
احنف بن قيس ويلي دي:"ومن لم يصبر علی کلمة سمع کلمات, وَرُّبَّ غِيْظٍ تَجَرَّعْتُهُ مخافةَ ما هو أشدُّ منه".
ژباړه: که څوک د يوې خبرې په اورېدو صبر ونکړي نو زياتې خبرې به واوري، ډېر ځله مې خپله غوسه له دي ويرې زغملي چې د هغی څخه له بدتره سره مخ نشم.
دوام لري...
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی
وروستي