د پاکستان د کرکټ بورډ: د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي (احمد شهزاد) ته به ژر سزا واورول شي

روهي (درې نۍس/۱۹ د چنګاښ)، د پاکستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي احمد شهزاد ممنوعه درمل خوړلي، چې ژر به ورته سزا ورکړل شي.

د امريکا غږ آشنا وېب پاڼې د خبر له مخې، چې د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې ښايي پر احمد شهزاد به د لږ یا ډېر وخت لپاره د لوبو کولو بندیز هم ولګیږي.

د ياد هېواد کرکټ بورډ ويلي، چې پر احمد شهزاد طبي معاينات تر سره شوي دي او په ګوته شوې ده چې ممنوعه درمل يې خوړلي دي.

احمد شهزاد چې ۲۶ کاله عمر لري، له تېرو څو کالونو راهيسې د پاکستان د ملي لوبډلې د اوپنر لوبغاړي په توګه د ياد هېواد په ګټه لوبې کوي.