سامسنګ په هند کې د موبايلونو تر ټولو لويه فابريکه پرانيزي

روهي (دوه نۍ/۱۸ د چنګاښ)، سامسنګ کمپنۍ د هند په مرکز نوي ډهلي کې د نړۍ تر ټولو لويه د موبايلونو فابريکه پرانيزي.
د ځيرکو موبايلونو دغه لويه فابريکه، چې د نوي ډهلي په (نويډا) سيمه کې موقعيت لري، د روانې جولای مياشتې پر ۸مه د لومړي وزير نريندرا مودي او جنوبي کوريا د ولسمشر مون جېن لخوا پرانيستل شوه.

ويل کيږي، چې د ځيرکو موبايلو دغه لويه کارخونه او فابريکه، چې د نړۍ د موبايلونو تر ټولو لويه فابريکه بلل شوې ده، به هر کال د شاوخوا (۱۲۰) ميليونو ځيرکو موبايلونو د چاپولو توان ولري.

هند اوسمهال د (۴۰۰) ميليونو څخه د زياتو کارونکو په درلودلو سره د ځيرکو موبايلونو لوی بازار لري.

سامسنګ کمپنۍ وايي، چې په ياده لويه فابريکه کې به د (Galaxy S9) په ډول عادي او ارزان بيه ځيرک موبايلونه توليدوي، چې بيه يې تر ۱۰۰ امريکايي ډالرو کمه وي.