
یو ځوان د بحر په غاړه قدم وهلو، ګوري چې یو بوډا بحر ته شیان غورځوي چې لږ څه نور هم ور نېږدې شو ګوري چې بوډا سړي د بحر د غاړې څخه چې وچه شګلنه ده، بحر ستوري (ماهیان) بحر ته ورغورځوي ځوان وویل بابا څه کوي؟
سپنږیري سړي وویل، ځوانه که لمر راوخیژي نو ټول بحري ستوري (ماهیان) به خپل ژوند له لاسه ورکړي. ځوان له ځان سره وخندل ویې ویل: چې دا خو په زرګونه میله د بحر غاړه او په زرګونه بحري ستوري (ماهیان) دې هیڅ ارزښت او ګټه نه لري څومره به بحر ته ورواچوي ته دا نه شئ ژغورلي.
بوډا وویل: هی ساده سړیه یو بحري ستوري (ماهي) یې بحر ته ورواچو ویې ویل: دا دې د یو ژوند وژغورل شو او یو کم شو بل یې وروچول بحر ته ویې وویل: چی بل هم وژغورل شو او کم شو او هداسې درېیم، څلورم، پنځم …….