پيدايښتي ړوند

یوڅلورویشت کلن هلک د ریل ګاډي د کړکۍ څخه دباندې سرراویستلی و او نارې یې وهلي
پلاره پلار!
ټولې اونې شاته روانې دي.
پلار یې وخندل خو د پلار سره یې نېږدې دوه نور ځوانان هم ناست و او د څلورویشت کلن هلک په چلند یې افسوس وکړ.

سمدستې څلورویشت کلن ځوان بیا نارې شروع کړې پلاره وګوره وریځې هم له مونږ سره روانې دي. د هغه دوه نېږدې ځوانانو طاقت ونشو چې غلي پاتې شي او زوړ سړي ته یې وویل : ولې د زوی یو ښه تکړه داکټر ته نه بیایې.

بوډا سړی وخندل او ویې ویل: تللي وو اوس له ډاکټر څخه راغلو کور طرف ته روان یو. زما زوی پيدايښتي ړوند وو نن یې سترګو لید شروع کړ.

داسی پیښې په ورځني ژوند کې ډیرې پیښیږي نو هغه وخت د یو چا په باره کې قضاوت کول په کار دي چې په کیسه یې پوه وې ځکه چې حقیقت به تا حیران کړي.
ژباړونکی: حکمت الله حمزه