ولسمشر غني د زورواکو او بې مسووله وسله والو قومندانانو جرړې باسي

ولسمشر غني د زورواکو او بې مسووله وسله والو قومندانانو جرړې باسي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

په هېواد کې د کورنيو ستونزو، ناخوالو او جګړو عمده لامل خپل سري، بې مسووله او وسله وال زورواکي او قومندانان دي. دغه کسان چې په سر کې يې د حکومت لوړپوړي پخواني او اوسني مشران شتون لري؛ د هغوی له خوا هڅول او ملاتړ کيږي. د ډېری ملي پروژ پر وړاندې خنډ دي، د خلکو د ازار او اذيت سبب کيږي. د محلي پوليسو، ولسي پاڅون کوونکو او اربکيانو په نوم يې ډلې جوړې دي او داسې ډېری نورې غېرې قانوني کړنې تر سره کوي.

دوی د خپلو مشرانو په لمسون سره، د حکومت د ملي پروژو د مخنيوي په پار لاريونونه کوي، د اعتراض په ډول په سړکونو کې خيمې وهي، د خپلو وژلو شويو په تلين ورځو کې له وسلو سره ښارونو ته راځي او د خپل زور او وسلو نندارې وړاندې کوي.

په لويه کې دغه کسان هم د حکومت او هم د عام ولس پر وړاندې سرخوږی او د قانون ماتونې اصلي لاملونه دي. ولسمشر غني په دې وروستيو ورځو کې د همدغه کسانو د ځپلو رېښتنی بهير او لړۍ پيل کړې ده. محمد اشرف غني پرته له وېرې او قوم پالنې څخه، دغه کسان که پښتانه دي، تاجک، ازبک، هزاره او يا بل هر قوم پوري تړاو ولري، نيسې يې او د قانوني چلند په موخه يې عدليي او قضايي ادارو ته معرفي کوي.

ژوندۍ بېلګه يې تېره اونۍ په فارياب ولايت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال د استازي او د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان نظام الدين قيصاري نېونه ده. د قيصاري له کړنو څخه د سيمې او ولايت اوسېدونکو شکايت درلود او له حکومت يې غوښتنه دا وه، چې د نوموړي د خپل سريو مخه ونېسي. له ولس پرته قيصاري د ولايتي ادارې لپاره هم د سر درد وو. په ټولو امنيتي ناستو کې به يې برخه اخېستله او ولايتي اداره به يې ګواښله ترڅو د نوموړي د غوښتنو اړوند اجرات تر سره کړي.

تازه، قيصاري د ۲۰۹ شاهين قول اردو د لوړپوړو پوځي کسانو په ناسته کې سپکې - سپورې وويلې، دوی يې وګواښل او ساتونکو يې وسله وال غبرګون وښوود. امنيتي ځواکونو هم نوموړی لاس تړلی تر کابل راوست او د قانوني چلند لپاره يې وساتلو. که څه هم د نوموړي مشرانو حکومت ته ګواښونه وکړل او ملاتړو يې د تاوتريخوالي په لاريونونو کې دولتي او عامه شتمنۍ او ودانۍ وسوځولې؛ خو ولسمشر غني بیا هم پر خپل تصميم کلک ولاړ دی او ټېنکار کوي، چې زوراکو ته نور اجازه نه ورکوي او د خپلو تېرو کړو - وړ حساب به ورسره کيږي.

له قيصاري پرته افغان امنيتي ځواکونو؛ د ارزګان، فراه او بدخشان ولايتونو هغه خپل سري او زورواکي هم ونېول، چې په وينا د عامه نظم پر وړاندې يې خنډونه جوړول. افغان امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د هغه بې مسووله وسله والې ډلې د نېولو خبر هم ورکړ، چې ځانونه يې د عبدالعلي مزاري ملاتړي يادول او د (فدايان رهبر شهيدم) په نوم يې وسله واله ډله جوړه کړې وه.

د روهي خبرې کوي Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو:
- د زورواکو او خپلو سرو کسانو د نېونې په برخه کې ولسمشر غني څومره له فشار سره مخ دی او څومره به پرې اغېز وکړي؟
- اوس يې پيل دي؛ پاتې زورواکي به د خپل ځان د خلاصون لپاره کومې لارې غوره کړي؟
- د دغه کسانو په نيولو سره به، د غلا، انسان تښتونې، قتل او نور جنايي پېښو کچه راټېټه شي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او غوښتنې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۱۶ د چنګاښ د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.