تنکيو ځوانانو ته اسلامي لارښود

لمړۍ برخه
موږمسلمانان يو
موږمسلمانان یو، دین زموږایمان دی ،الله تعالی یودی ،هیڅ شریک نلری، بی شکه چي یودی دعبادت لايق دی، الله تعالی هرشئ پیداکړي دي، هغه ژونداومرګ ورکولووالادی، هغه موږته رزق راکوی ، حضرت محمد ( ص ) دالله تعالی اخری نبی دی حضرت محمد ( ص ) ددنیادپاره رحمت دی، کم خلګ چي دده سنت طریقې کوي هغه صفامسلمان دي داسي مسلمانانوته الله تعالی جنت فردوس په نصیب کوی ،دالله تعالی په حکم سره به یوه ورځ راشی چي ددی دنیاګرده شیان به ختم شي ، بیابه دالله تعالی په حکم سره به مړه بیرته راژوندي شي، ودی ته دقیامت ورځ ویل کیږی دقیامت په ورځ به دښواوبدوکارونوحساب کیږي دالله تعالی پرحکم روانوخلګوته به جنت ځای وي، زموږدین اسلام دی داسلام پنځه ارکانه دي اول رکن یی دادی چي الله تعالی به یومنی اودمحمد ( ص ) پرنبوت باندی به ایمان راوړی داسلام دوهم رکن لمونځ دی لمونځ ددین ستن ده لمونځ موږدبدوکاروڅخه راګرځوي مسلمان به په ورځ کی پنځه واره لمونځ کوي لمونځ کول پرهرمسلمان باندی فرض دی داوو کالوکوچنۍ ته هم لمونځ پکاردی چي ویې کړی، لمونځ کولووالادالله خوښ دي د روژی په میاشت کي روژه نیول هم فرض ده دروژی نیونکوته الله تعالی ډیرثواب ورکوي روژه هم داسلام رکن ده ٠
پرمالداروخلګوباندی الله تعالی زکات فرض کړي دي مالداره خلګ به هرکال
خپل زکات ورکوي کم خلګ چي په خپل مال کی زکات نه ورکوی دهغه مال ارام
دی زکات دغریبانواومېسکینانوحق دي زکات هم دلمانځه اودروژی په څیر داسلام رکن دی داسلام پنځم رکن حج دی حج پرداسې خلګوباندي فرض دي چي دهغه طاقت ولري چي دده سره دومره مال وی چي وحج ته د تللواوراتللوخرچه ورسره وي چي ددی خرچی طاقت ولری په ژوندکی یووارحج ته تلل پرهرمسلمان باندی فرض دی حج داسی عبادت دی چي په دی کی به دځان اومال قربانی ورکوي جناب رسول الله (ص) فرمایلی : دی چي کم سړی حج وکړی دده ټوله کنهاوي معافيږي داسلام پراحکاموباندی عمل کونکووته ښه انسان ویل کیږی وه هغه ته به دالله تعالی ټول مخلوق ښه وایي دهریوه سره ښه کول پکاردی دټولوخلګوحق اداکول
„ پکاردی رېشتیاویل اوددرواغوڅخه ځان ساتل خپله حلاله روزی دالله تعالی په لاره کی خرڅول دغریبانوسره مرسته کول خپل ژونددالله تعالی اودرسول الله (ص) دحکم مطابق تیرول ښه کارونه دی مسلمانان دبدوکاروڅخه ځان ساتی یودبله به محبت سره کوی موږبه دالله تعالی شکراداکووچي وموږته پرسمه لاره باندی دروانیدوتوفیق راکړی ٠
امين يارب العالمين
ليکوال : سراج الدين کليوال