
د ولسي جرګې دننه هرڅه ويل، د بيان ازادي ده او که د هېواد تجزيې هڅه؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په اقتصادي، سياسي، پوځي، کلتوري، ديني او نورو موضوعاتو په اړه بحث او نظر څرګندول په خپلواکه او ډېموکراټيکو ټولنو او هېوادونو کې د يو اصل په توګه منل کيږي. همدغه بحثونه بيا د هېوادونو په پارلمانونو کې هم تر سره کيږي. د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم د پارلمان دننه په يو شمېر مسايلو د استازو ترمنځ بحثونه توديږي، تر لفظي او فزيکي شخړو پوري رسيږي، خو تر ډېره په يادو مسايلو کې د اړوند هېواد ملي ګټې خوندي وي او له دوو مختلفو ليدلورو ورته کتل کيږي.
په افغانستان کې که چېرې د پارلمان دننه او يا هم نورو ځايونو کې په ملي مسايلو لکه د پاکستان سره اړیکې او سوداګري، له امريکا سره امنيتي تړون، د بهرنيو ځواکونو شتون، اقتصادي بحران، وچکالي او نورو بحث وشي او يا هم تر تاوترېخوالي لاړ شي، نو د اندېښنې خبره نه ده. خو له بده مرغه دلته ډېری بحثونه د قومي او ژبنی تعصب بوی ورکوی، له اجنډا سره په ټکر کې وي او په داسې يو ډول مطرح کيږي، چې د نورو خلکو احساسات او غبرګونونه راپورته کړي.
په نېږدې تېر کې، څلور ورځې وړاندې د ولسي جرګې ترمنځ داسې خبرې راپورته شوي چې موخه يې د احساساتو راپارول، نورو قومونو ته سپکوی او توهين او په لوی لاس د وروڼو ولسونو ترمنځ درز راپيدا کول وو. يو شمېر وکيلانو په ټاکنيزو حوزو د غزني ولايت له وېش سره مخالف وښوود او دا کار يې د ځانګړي قوم په ګټه ياد کړ. یو شمېر نورو بيا د افغانستان د تجزيې خبرې راپورته کړې، چې نه د جرګې د اجنډا موضوع وه او نه يې هم له کومې بلې موضوع سره ربط درلود. نورو بيا د افغانانو ستر ارمان (سوله او اوربند) تورن کړل، چې د سيمې د هېوادونو پروژې دي او په دې نوم نورې موخې تر لاسه کيږي.
د ولسي جرګې دننه دا ډول مسايل لومړني او وروستي نه دي. په تېر کې هم د پوهنتون او دانشګاه، ملي سرود، برېښنايي پېژندپاڼو او نورو هغه حساسو مسايلو چې په اساسي قانون کې درج شوي دي، د تعصب ډک بحثونه تر سره شوي، چې د ملي پروژو پر واندې خنډ، د قوانينو د تصويب پر وړاندې ځنډ او د افغانانو ترمنځ د نفرت او کرکې لامل شول.
د بيان له ازادۍ او نوم څخه په ګټې يو شمېر وکيلان هر څه چې وغواړي، هم يې د جرګې دننه وايي، هم په خپلو ناستو او راټولېدنو کې او په ټلوېزوني خپرونو کې. د عامو افغانانو ترمنځ د نفرت او کرکې تخم هم دغه وکيلانو شېندلی دی، چې کوچني مسايل په لويو قومي مسايلو اړوي.
حکومت دا هرڅه ګوري او پر وړاندې يې چوپ دی. حکومت او قضايي ارګانونه غوره توپير کولی شي، چې کوم څه د بيان ازادي ده او کوم څه د قانون پر وړاندې بغاوت او د قانون تر پښو لاندې کول، خو بيا يې هم پر وړاندې ګام نه پورته کوي او دغه کسان ورځ تر بلې لا جرئت پيدا کوي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو، چې
- د ولسي جرګې دننه هرڅه ويل، د بيان ازادي ده او که د هېواد تجزيې هڅه؟
- حکومت يې ولې پر وړاندې چوپ دی؟
- د ولسي جرګې مشرتابه او اداري هئيت په دې بررخه کې څومره مسوول دی، چې د جرګې غونډې د اجنډا اړوند لاړې شي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او غوښتنې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۹ چنګاښ د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.