د جنسي اړيکو په وخت کې څلور ډېر بد عادتونه

د جنسي اړيکو په وخت کې څلور ډېر بد عادتونه
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

له واده وروسته د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې د ګډ ژوند يوه مهمه برخه جوړوي. په شرعي نکاح سره د اسلام سپيڅلي دين ښځه د خاوند او خاوند د ښځې لپاره جامه بللې ده. د ژوندي موجود او انسان په ډول ښځه او نارينه داوړه جنسي غرېزه لري او په همدا بنسټ اسلام حکم کوي، چې د بلوغ په منځ ته راتګ سره هلک او جينۍ بايد نکاح وتړي.

ښايي، ځيني خاوندان او ميرمنې جنسي اړيکې يوازې د خپل شهوت د پوره کېدو په پار تر سره کړي. خو ا صل بيا دا ډول نه دی. د جنسي اړيکو د تر سره کېدو او يا په لويه کې د واده کولو لومړۍ او لويه موخه دا ده، چې ښځه او خاوند کورنۍ ولري، اولادونه راوړي او خپل ځانونه له زنا څخه وساتي.

ځيني خاوندان او ميرمنې له هره اړخه ښه او خوږ ژوند لري، خو د جنسي اړيکو په اړه کمه پوه او يا هم په يادو اړيکو کې ګډوډي، بريالی او خوږ کورنۍ ژوند له ستونزو سره مخ کوي. نو په همدې اساس په دې لېکنه کې هغه څلور ټکي درته په ګوته کوو، چې د جنسي اړيکو په وخت کې بايد تر سره نه شي.

۱- اجبار: جنسي اړيکې بايد د ښځې او خاوند د دواړو په خوښه او رضايت تر سره شي. جنسي اړيکې دا مانا نه لري، چې هرکله خاوند وغواړي، نو بايد ميرمن مجبوره کړي. د ميرمنې روغتيا، روحي وضعيت، کورنۍ ستونزې او نور ټول بايد په پاک کې ونېول شي او دا مالومه شي، دوی په رېښتيا د خوښه او وړتيا لري، چې جنسي اړيکې تر سره کړي.

۲- نشه: له بدمرغه چې په اوسني وخت کې په ډېر شمېر نارينه الکولي او نور نشه يې توکي کاروي. له بلې خوا داسې ميرمنې هم شتون لري، چې په مخدره موادو عادت وي. د نشې په وخت کې جنسي اړیکې هم د روغتيا لپاره مضرې دي، ځکه دلته نارمل او عادي حالت شتون نه لري او هم که چېرې حمل رامنځ ته شي، نو راتلونکی اولاد به له ستونزو زوریږي.

۳- تبصرې کول: د جنسي اړيکو په وخت کې نه ده په کار چې ميرمن د خاوند او خاوند د خپلې ميرمنې د وجود د غړو په اړه منفي خبرې وکړی. ښايي ځيني کسان داسې عادت ولري، چې د خاوند او يا ميرمنې د خولې، پوزې، لاسونو، سترګو او د وجود د نورو غړو په اړه منفي خبرې کوي، چې د مقابل لورې د خوابدۍ سبب کيږي او جنسي اړیکې د لذت پر ځای په خپګان بدليږي.

۴- يوازې د ځان په اړه فکر: دا ستونزه تر ډېره په نارينو کې شتون لري. نارينه د ښځو په پرتله زر انزال ته رسيږي. هرکله چې خاوند اوج ته ورسيږي، نو ډېری وخت چې خاوند انزال ته ورسيږي، نو د خپلې ميرمنې په اړه فکر نه کوي، چې هغه هم جنسي غرېزه لري او بايد چې د خپل خاوند سره يې پوره کړي. نو هر کله چې خاوند د خپلې ميرمنې د غوښتنې په فکر کې نه کوي، نو د بل وخت لپاره ميرمن د جنسي اړيکو لپاره کومه لېوالتيا نه لري او جنسي اړيکې ورته اجباري ښکاري.