له مسلمان سره اړيکې شلول او د هغې زیان
ليكنه: محمد بن إبراهيم الحمد
دا کار نن سبا زمونږ په ټولنه کې د مسلمانانو وروڼو ترمنځ څومره زیات واقع کیږی، ځينې خلک په وړه خبره د خپل ورور سره اړيکې شلوي، هغه ته شاه اړوی، د مينې، ورورولۍ، رحمت او لورېينې ريښې پرې کوي.
په دې اړه نبي عليه السلام فرمايي: «لا تَبَاغَضُوا، وَلا تحَاسَدُوا، ولا تَدابَرُوا، وَكُونُوا عِبادَ اللهِ إِخْواناً، ولا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثلاثَةِ أَيّامٍ».
ژباړه: تاسي له يو بل سره بغض او کينه مکوئ، يو بل ته مه شا کوئ، د يو بل سره اړيکې مه پرې کوئ، د الله تعالی لپاره سره ورونه شئ. د يو مسلمان لپاره دا جايز نه دي چې له درې ورځو څخه زيات دې له خپل ورور سره اړيکې وشلوي.
کله چې دا کار د عامو خلکو تر مينځ د منلو وړ نه دی نو ستونزه بيا هغه وخت لويه شي چې دا کار د پوهو، نيکانو او علماءو تر مينځ واقع شي بلکې دا يو ستړې کوونکې ناروغي او نه رغېدونکی زخم دی چې انسان کړوي.
خو زړونه بيا هغه وخت ستړي شي، غفلت زيات واکمن شي او شيطان ته د ښکار فرصت په لاس ورشي چې کله دوه عبادت کوونکي يو له بله سره په عبادت کې سيالي کوي، جومات ته له ټولو وختي راځي، د عمر اخري پړاو ته رسېدلې وي خو سره له دې له يو بل سره خبرې نکوي او نه په يو بل سلام اچوي او په مينځ کې يې داسې خاص څه هم نه وي تېر شوي چې یادونه یې وشي او یا ډیره وړه خبره وی.
همدا رنګه کله دکينی او نظر د اختلاف له امله( چې په هيڅ صورت كې باید د زړونو د اختلاف باعث نشي) د ځینو محصیلنو او طالب العلمانو ترمنځ کرکه، نفرت او د اړیکو شلول پیښیږي, چې د جلاوالي، کینی او کرکی د خپریدو او په یو بل د تيری لامل ګرځي.
چې د ا کار يووالي د مينځه تللو او د دښمنانو د خوښۍ سبب کيږي.
بيا د اختلاف د اور تاو هغو خلکو ته هم ور ورسي چې د خیر غوښتونکي او د يووالي غږ پورته کوونکي وي, په دغه کړنه شیطان او د پیریانو او انسانانو له ډلی د هغه ملګري خوښي څرګندوي، کوم چې یو بل ته د غولوني او فريب خبرې رسوي.
په ځای د دې چې دوی (پوهه او نیکان خلک) یو موټی شي او خپلمنځیۍ اختلاف ختم کړي، ته به یې جلا او خواره واره ویني.
بیا هغه خلک چې پخپل مينځ کې په اصلاح کولو قادر نه وي نو د نورو خلکو تر مينځ به څه اصلاح وکړي.
يو شاعر وايي:
يا مَعْشَرَ القراءِ يا ملحَ البلد من يصلحُ الملحَ إذا الملحُ فسد
ژباړه: ای د ټولنې پوهانو! تاسې په ښار کې د مالګې په څير ياست نو کله چې مالګه بې خونده او فاسده شي نوڅوک به د هغه خوند ور اصلاح کړي؟
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی
وروستي