د نورو عذز نه منل د بدمرغۍ نښه ده
لکینه: محمد بن إبراهيم الحمد
داسې خلک شته چې کله ترې تېروتنه وشي، نو د خپلې خطايۍ عذر وړاندې کوي خو ناڅاپه ورته وويل شی چې ستا عذر قبول نشو او خطا دې هم و نه بښل شوه.
دا کار د غوره اخلاقو سره په ټکر کې دی، بلکې په عاقل او هوښيار سړي لازم دي چې کله ورته د کومې ګناه په اړه عذر وړاندې شي نو بايد قبول يې کړي او داسې يې وګڼي چې دغه انسان له سره ګناه نه ده کړې.
ابن مبارک رحمه الله وايي: "المؤمن طالبٌ عُذْرَ إخوانه, والمنافقُ طالبٌ عثراتِهم".
ژباړه: مؤمن د خپلو وروڼو د عذر په لټه کې وي او منافق انسان د هغوی نيمګړتياوې لټوي.
په دې اړه إمام شافعي رحمه الله وايي:
قيل لي قد أسا إليك فلان ومقام الفتی علی الذل عارُ
قلت قد أتی وأحدث عذراً دِيَةُ الذنبِ عندنا الاعتذارُ
ژباړه: ماته وويل شو چې فلاني له تا سره بد وکړل او د ځان لپاره انتقام نه اخيستل شرم دی ما ورته وويل هغه راغی او ماته يې عذر وړاندې کړ چې زمونږ په وړاندې د ګناه ديت عذر وړاندې کول دي.
عذر منل د عزتمندو خلکو له صفاتو څخه دي اګر که عذر کوونکی دروغجن هم وي.
ابن حيان رحمه الله په دې اړه وايي: عذر کوونکی به د عذر کولو په مهال له دوه حالتونو څخه خالي نه وي يا به رښتونی وي او يا به دروغجن وي ، که په عذر کولو کې رښتينی وي نو بيا د بښنې وړ دی ځکه بدمرغه انسان هغه دی چې د خپل ورور نيمګړتياوې راکمې نکړي او په خطاګانو يې پرده وا نه اچوي.
او که چرته دروغجن وي نو بيا په عاقل انسان لازم دي چې کله د عذر کوونکي په دروغو پوهه شي او د هغه خاکساري وويني نو هغه ته بايد په مخکينۍ ګناه سزا ورنکړي بلکې د نوي احسان مننه دې يې وکړي چې پخپله خطا اعتراف کوي، بايد عذر کوونکی ورور د عذر وړاندې کولو په وخت په خاکسارۍ او عاجزۍ څرګندولو عيب جن نشي.
:إمام شافعي رحمه الله وايي:
اقبل معاذير من يأتيك معتذراً إن برَّ عندك فيما قال أو فجرا
لقد أطاعك من يرضيك ظاهره وقد أجَّلك من يعصيك مستترا
ژباړه: د هغه چا عذر ومنه چې تاته راشي که هغه په خپله وينا کې رښتونی وي او که دروغجن، هغه څوک ستا پېروي کوي چې په ظاهره تا خوښ ساتي او هغه څوک تا لوی ګڼي کوم چې په پټه ستا نافرماني کوي.
***
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوي
وروستي