
د ارزګان د امنيه قومندانۍ د امنيت د پخواني امر ساتونکو او د ملي امنيت ځواکونو تر منځ تېره ماښام په نښته کې ۹ کسان ټپیان شوي او د يو شمير دوکاندارنو هټۍ او موټرونه سوځول شوي دي.
امنيتي مسولين د پيښي په تړاو څه نه وايي خو پخوانی امنيت امر وايي چې د ملي امنيت ځواکونو ورته کمين نيول وه.
د ترينکوټ ولايتي روغتون ډاکتران وايي د پيښي له ځاي څخه ورته ۹ تنه زخميان چې ۳ تنه د ملي امنيت کارکوونکي ۳ تنه د پخواني امر ساتونکي، ۲ ملکي او يو پوليس دي ور وړل شوي دي.
د ولايتي روغتون ډاکټر ضياوالرحمن نيازي وايي په زخميانو کې د ۳ تنو روغتيايي وضيعت د انديښنې وړ وه چې د ښه درملنې په موخه يي کندهار ولايت ته انتقال کړي دي.
د جګړي په سيمه کې ليدل کيږي چې خلکو ته په زياته اندازه مالي او ځانې زيان هم رسيدلي.
د ترينکوټ ښار اوسيدونکي او دوکاندارن د ښار د وضيعت په اړه انديښنه لري او غوښتنه کوې چې په ښار کې دي امنيتي تدابير ټينګ شي.
يوشمير دوکانداران چې د نښي پر مهال يي هټي سوځول شوي دي له دولت څخه غوښتنه کوې چې مرسته دي ورسره وکړي.
خو پخواني امنيت امر حاجي رحيم الله خان وايي چې نوموړی ولايت مقام ته د والي د ليدني لپاره د تګ په حال کې وه چې د ملي امنيت کسانو د ولايت د مقام په دروازه کې ورته کمين نيولي وه او د نوموړی د نيولو هڅه يي کول.
حاجي رحيم الله خان د پخواني امنيه قومندان مل پاسوال مطيع الله خان ورور دي.
مطيع الله خان دري کاله وړاندي په مرکز کابل کې په مرموز ډول ووژل شوه.