
دارزګان ولایت سیمه ييز چارواکي وايي چي ددغه ولایت دوې ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي او طالبانو پري بریدونه پیل کړيدي.
بل خوا د ولایتي شورا غړي وايي چې دامنیتي ځواکونو دمنظم پلان او سالمي رهبرۍ له نشتوالۍ طالبان ښه ګټه پورته کړي او دسیمو په نیولو کي يي دهغوی کار اسانه کړی دی.
ددغه ولايت د والي وياند دوست محمد ناياب وايي چې د اروزګان چهارچینو او چوره هغه ولسوالۍ دي چې طالبان يي دنیولو هڅه کوي خو په وینا يي چې هلته اضافي سرتیري رسیدلي او دوسله والو طالبانو ټول بریدونه يي په شا تمبولي دي خو په وینا يي چې جګړه اوس هم ځای ځای روانه ده.
اروزګان ولايت دولایتي شورا غړی عبدالکریم خادمزوی بیا وايي چې هلته دامنیتي ځواکونو ترمنځ اختلافات شتون لري او همدا لامل دی چې امنیتي ځواکونه سیمي له لاسه ورکوي او طالبانو ته دسیمو نیول اسانه کوي.
له تیرو څو اونیو راهیسي په مرکز ترینکوټ ختیځه برخه کي عملیات پیل سوي چي لاهم دوام لري.
دولایتي شورا غړی عبدالکریم خادمزوی وايي چي دغه عملیات تر ډیره دملکي خلګو په زیان اوښتي او کورونه او شتمنۍ يي له منځه تللي دي او پرمختګ يي هم ندی کړی.
دی وايي دجنګ دواړه خواوي باید عملیاتو پرمهال دهرڅه دمخه دملکي خلګو دسر او مال خونديتوب ته پام وکړي.
خو دوالي ویاند دوست محمد نایاب وايي چې دغه عملیات بریالي دي او له همدي امله ورو روان دي چې طالبان دملکي خلګو څخه د سپر په توګه کار اخلي چي د امنیتي ځواکونو د پرمختګ پر وړاندي خنډ ګرځیدلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه ندي ویلي.
دیادوني وړ ده چي په دي ورستیو کي دارزګان په چهارچینو او چوري ولسوالیو کي دپولیسو ترمنځ اختلافات او او وسله والي نښته سوي دي.