
د اروزګان د څلورمي پلي ليوا قومندا ډګروال حميدشاه قيمتي وايي په راتلونکو دريو مياشتو کي به وسلوال سخت وځپي او د لاس وتلي سيمي به ورڅخه تصفيه کړي.
نومړي وايي د تيرو څو ورځو په ځمکنيو او هوايي بريدونو کي ۳۵۰ وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
خو د ترينکوټ يو شمير اوسيدونکي د اوسني امنيتي وضيعت په اړه انديښنه لري او وايي چي خراپ امنيت وضيعت يي پر کارو بار منفي اغيز کړي.
تير کال دغه ورځې په اروزګان مرکز ترينکوټ او يو شمير ولسواليو کې وسلوالو پراخ بريدونو پیل چې د ترينکوټ ښار تر دوازو يي ځانونه راورسول.
د هماغې هغه ورځې څخه تر اوس ګڼ شمير امنيتي قومندانان تغير او تبديل سول.
ډګروال رحمت شاه قيمتي چي نوی د څلورمي پلي ليوال قومندان ټاکل سوې دي؛ وايي پلان لری چي په راتلونکو دريو مياشتو کي ترينکوټ او ولسوالي له وسلوالو پاک کي کړې.
نوموړی وايي تر دا مهال په هوايي او ځمکني بريدونو کي ګڼ شمير وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتي.
ښاغلي قيمتي وايي په مرکز ترینکوټ او یوشمیر ولسوالیو کې د مخکينو او تیري شپې د عملیاتواونښتوپرمهال د یومهم قوماندان په نامه دشیخ په کډون ۱۷۰تنه وسله وال طالبان وژل شوې او۱۸۰تنه نورټپیان دي .
رحمت شاه قيمتي وايي په روانو عملياتو کي تر دا مهال ۷ افغان سرتيري وژل سوې او ۹ نور ټپیان سوې دي.
نومړی له خلګو څخه د امنيت په تامين کولو کي دمرستې غوښتنه وکړه او زياته وې که خلګ ورسره همکاره سي ژير ده چي اروزګان به له وسلوالو بشپړ تصفيه کړي.
بل لور بیا د ترینکوټ يوه شمير ښاريان داوسنې امنيتي وضيعت په اړه انديښنه لري او وايي د پخوا په پرتله په اروزګان کي امنيت د انديښني وړ دي.
دوي وايي خراپ امنيتي وضيعت يي په کارو بار هم منفي اغيزې اچولې چي په ورځو ورځو دکار په لټه وي خو کار نه ورته پیدا کيږي.
دغه خلګ له دولت څخه دامنيت راوستلو غوښتنه کوې.
دا په داسي حال کي ده چي اوس مهال د ترينکوټ ګڼي سيمي لا هم دوسلوالو په لاس کي دي.
او وسله وال طالبان ویاند قاری یوسف احمدي اعاکړي چې دغلته دافغان پوځ عملیات يي پر شاتمبولي دي.
دا چي په راتلونکو دريو مياشتو کي به په رشتيا اروزګان له وسلوالو تصفيه سي وخت به يي ځواب ووايي.