د غټې خېټي د کمولو لپاره بېلابېلې لارې شتون لري خو ډيری يې هغه نتيجه نه ورکوي کومه چې خلک ترې غوښتنه لري. څوک د بدن ښکلا تمرين کوي چې وزن يې کم شي او ښکلی اندام ولري خو ځينې نور بيا د بوختياوو له امله د ورزش وخت هم نلري. نن درته داسې جادويې اوبه جوړوم چې په څکلو سره به يې په يوه اونۍ کې څلور کېلو وزن کم کړئ.
اړین مواد
اته ګېلاسه جوش اوبه
شل پاڼې نعناع (ويلنی)
دوه دانې ليمو
يو دانه بادرنګ
يوه ټوټه زنجفيل (ادرک)
جوړولو طريقه: لمړی اته ګيلاسه پاکې اوبه جوش کړئ، بيا يې پريږدئ چې سړې شي. بيا له بادرنګ څخه پوستکی اوباسئ ، ټوټه ټوټه يې کړئ او بيا يې اوبو کې واچوئ. بيا ليموګان پاک ومينځئ ټوټه ټوټه يې کړئ او اوبو کې يې واچوئ. بيا د نعناع پاڼې هم په اوبو کې واچوئ. بيا له زنجفيل پوستکی اوباسئ او ټوټه ټوټه يې په اوبو کې واچوئ. اوبه په یخچال کې کيږئ او يا يې د شپې لخوا يخې هوا ته کيږدئ.
استعمال: د دغو اوبو د څکلو لپاره کوم ځانګړی وخت نشته خو تاسو کولی شئ چې له جوړولو يوه شپه وروسته يې هر وخت په تشه خېټه په کافي اندازه وڅکئ. له هر خوراک نيم ساعت مخکې په نهاره څکل يې غوره پايله ورکوي. که په پرله پسې توګه يې وڅکئ نو په يوه اونۍ کې دننه به څلور کېلو وزن کم کړئ.
وروستي