د کیوکیشن کراتې ملي لوبغاړي مقبول شاه د ۱۴ هیوادونو ترمنځ سیالیو کې له لومړي مقام ترلاسه کړ

روهي (درې نۍ/۵ د چنګاښ)، د افغانستان د کیوکیشن کان کراتې د ملي لوبډلې لوبغاړي مقبول شاه ګردیوال د ۱۴ اسیایي هیوادونو ترمنځ سیالیو کې له لومړي مقام ګټلو وروسته هیواد ته راستون شو.

دغه سيالۍ، چې د څوارلس اسيايي هېوادونو ترمنځ په قزاقستان هېواد کې روانه مياشت تر سره شوې په کې له افغانستان څخه مقبول شاه ګردیوال په ګډون نهو نورو ورزش کارانو ، چې يوه يې ښځينه وه ګډون کړی و .
د دې سيالۍ په اويا کيلو وزن کې د افغانستان د کيوکيشن ملي لوبډلې لوبغاړي مقبول شاه ګرديوال لومړی مقام خپل او د سرو زرو مډال وګټه.

نوموړی ننګرهار ته په بريالي راتګ سره د دې ولايت د ګڼ شمېر ورزش کارانو له تود هرکلي سره مخ شو.
مقبول شاه وايي، چې په دې سياليو کې يې روسي، قرغزستاني او قزاقستاني سيالانو ته په ماتې ورکولو سره افغاناستان ته وياړ ور په برخه کړ.

د ننګرهار د ورزش کارانو اتحادې مشر زمری عربزاده وايي دوی تل هڅه کوي، چې ورزش کاران تشويق کړي، څو هېواد ته وياړونه وګټي.

نوموړي پر حکومت غږ وکړو چې ورزش کارانو ته لازمو سهولتونو برابر کړي.