روهي (دوه نۍ/۴ د چنګاښ)، د هندوستان لومړي وزير نرندرا مودي د افغانستان او هندوستان ترمنځ په تاريخي سياليو کې، افغان او د خپل هېواد د کرکټ لوبغاړو روحيه ستايلې ده.
نوموړي له يوې راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ تر سره شوي لوبه کولی شي، د دواړو هېووادونو د لوبغاړو لپاره يوه له خاطرو ډکه تجربه اوسي.
د هند لومړي وزير وايي چې که څه هم د هند لوبډلې د افغانستان پر وړاندې لوبه وګټله، خو افغان لوبغاړو په ډېرې مينې له نوموړي سره يادګاري انځورونه اخېستي، چې د دوی انساني اخلاق په ګوته کوي.
مودي زياتوي چې په راتلونکي کې به هم افغان او هندي لوبغاړو له يو بل سره دوستانه او نورې تاريخي لوبې تر سره کوي او د دواړو ته يې د بريا هیله ښودلې.
د افغانستان او هندوستان ترمنځ وروستۍ لوبه د هند په بنګلور ښا کې تر سره شوه، چې افغانستان په ډېر توپير سره د هند پر وړاندې ماته وخوړه.
وروستي