افغان شپاړس کلنو فوټبال لوبډله عمان ته لاړه

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۴مه) راپورونه کاږي، چې د افغانستان د شپاړس کلنو د فوټبال لوبډله تېره ورځ عمان ته لاړه.
 
د فوټبال ملي فډراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شپاړس کلنو ملي لوبډله به په عمان کې یې په یو لړ روزنیزو او دوستانه لوبو کې ګډون وکړي.
 
د فډراسیون معلوماتو له مخې، د شپاړس کلنو ملي لوبډله به په عمان کې د شپږو ورځو لپاره په یوه روزنیزه  کمپ کې یې برخه واخلي.
 
د شپاړس کلونو ملي لوبډله به په عمان کې د خپلې روزنې په پایله کې یې د منځني اسیا د شپاړس کلنو سیالیو لپاره ازبکستان ته لاړ شي.
 
ټاکل شوې چې د افغانستان شپاړس کلونو ملي لوبډله د منځني اسیا د سیالیو په لړ کې یې د سرطان میاشتې په ۱۴، ۱۶ او ۱۸ مه نیټه د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان په وړاندې په لوبو کې ګډون وکړي.