
جمعيت ګوند اخير څه غواړي او برخليک به يې څه شي؟
داکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د وخت د حکومتونو پر وړاندې جګړو (جهاد) او د کورنيو جګړو په وخت کې د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند (حزب جمعيت اسلامي افغانستان) شهرت، وسلې، نفوذ، ځمکې، مالي مرستې او بهرنی ملاتړ تر لاسه کړ. دوی په دومره کچه سره ځان غښتلی کړ، چې د يو حکومت په توګه يې ډېری تشکيلات او کسان خپل کړل. دغه ګوند د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې لا نور هم د سيمې او نړۍ د يو شمېر هېوادونو د توجو وړ شو او په ډېر شمېر سره وسلې او پيسې يې په بېلا بېلو نومونو تر لاسه کړې. که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر ياد ګوند جغرافيويي ساحه راتنګه او په يوې ولسوالۍ کې سره راټول شول، خو بيا يې هم د (مقاومت) په نوم کورنۍ جګړه چې د بهرنيو په لمسون تر سره کېدله پرې نه ښووده.
د طالبانو له سقوط وروسته او د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره د دغه ګوند مشرتابه او غړو په ځانونو د هېواد د اصلي قرباني ورکوونکو، مبارزينو او قهرمانانو حساب کولو. په همدې ډول يې يو ځل بيا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې په معنوي او مادي لحاظ ډېر څه تر لاسه کړل، د نورو قومونو او ولسونو حقوق يې په مختلفو نومونو خپل کړل، په ديموکراسۍ کې يې د زورواکۍ يو نوی ډول منځ ته راوړو، هغه ارمانونه چې له پيړيو او لسيزو يې درلودل، په ياده دوره کې يې پوره کړل.
د حامد کرزي له واکمنۍ وروسته د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کې دغه ګوند تر يو بريده مهار او تر کنټرول لاندې راوستل شو. هغه امتيازونه چې دوی په ډول - ډول نومونو او بهانو په غېرې مشروع ډول تر لاسه کول، راکم او يا هم د راکمېدو په حال کې دي.
د اوسنۍ دورې له پيل څخه بيا تر نن ورځې، جمعتيانو نوې لوبې او نخرې شروع کړې دي. دا چې له حکومت څخه يې د نامشروع ګټو لاسونه په غوڅېدو دي، نو کله:
- د کلونو مړي له قبرونو راباسي د قهرمان او اتل په نوم يې بيا خاور ته سپاري، ترڅو په يو ډول سره د تعصب او کرکې فکرونه او احساست خپاره کړي.
- واک او ځواک ميراثي ګڼي. له واک څخه لېرې کول ورته د منلو وړ نه وي او که چېرې دا چاره تر سره شي نو بيا په لسګونو نور بغاوتونو لاس پوري کوي.
- په ښکاره او څرګند ډول د هېواد د اساسي قانون سپکوی او توهين کوي او ډېر ځلې يې تر پښو لاندې کوي. د افغانستان په نوم بحث کوي، يو واحد افغان ملت نه مني، د بل قوم ژبې او کلتور ته سپکوی کوي، ملي ټرمېنالوژۍ د تعصب او نفاق په پار تخريب کوي، ملي بيرغ، نښان، سرود او نورو ملي مقدساتو ته په داسې سترګه ګوري چې يوازې په يو قوم پورې اړه لري او هڅه يې دا ده چې موجوده له منځه يوسي او په خپله خوښه نور رامنځ ته کړي.
- لنډه دا چې، په ملي مسايلو کې په مخلاف سنګر کې دريږي او د حکومت پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د جمعيتيانو تعصبي او تخريبي کړنې له طالب وسله والو سره د سولې او اوربند په اړه وې. په لومړي سر کې جميعتيانوله طالبانو سره د سولې په اړه له هغه طرحو او وړاندېزونو سره مخالف دي، کوم چې حکومت او ولس يې وړاندې کوي. چې همدا چاره لامل شوې ده او د حکومت د دننه يې له طالبانو سره د سولې په اړه دوه لېدلوري او دوه لوري راپيدا کړي دي.
جميعتيان له طالب وسله والو سره د افغان حکومت د اختريز اوربند په اړه هم، خپل شوم او له ويرې ډک منفي غبرګون ښکاره کړ. له اوربند سره يې مخالفت وښوود، د دسېسو او پلان نوم يې ورکړ. هر کله چې له کالونو وروسته افغانانو د اختر په شپو کې له طالبانو سره د سولې غږ شریکولو؛ د هېواد ملي او د طالبانو د اسلامي امارت بيرغونه د سولې د رسېدو په پار يوځای پورته کړل، نو جميعيتانو خپل له نفرت څخه ډک غبرګون ښکاره کړ او پرته له کوم لامل څخه سړکونو ته راووتل او د جمعيت ګوند بيرغ او د خپلو جنګي قومندانانو عکسونه يې کښته او پورته کړل.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو چې:
۱- جمعيت ګوند اخير څه غواړي؟
۲- تر شا يې د چا لاسونه دي؟
۳- برخليک به يې څه شي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه، غوښتنې او خاطرې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۲ چنګاښ د ماسخوتن له ۹:۰۰ څخه ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.