(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۴مه) راپورونه کاږي، چې د هند صدر اعظم نریندرا مودي د افغانستان او هند ترمنځ په تاریخي سیالۍ په اړه ویلي، دا زمونږ لپاره د فخر ځای دی چې د ا فغانستان پر وړاندې هند لوبډله په تاریخي سیالۍ کې مخ کیږي.
ښاغلي مودي په خپل ټوېټر د افغانستان لوبه ستایلې ده، چې سره له دومره ستونزو او کړاوونو یې په کم وخت کې دومره چټک او د پام وړ پرمختګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې هند به له افغانستان سره په دغه سفر (کرېکټ) کې اوږه په اوږه روان وي، د هند سره د افغانستان په لوبه به ډېر خلک خوشحاله شي، او همدغه راز افغان لوبغاړو په ملیونونو هندي مینوال موندلي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او هندوستان ملي لوبډلو ترمنځ تاریخي ټیسټ سیالۍ نن سهار په ۸:۳۰ بجې د بنګلور ښار په چیناسوامي لوبغالي کې پېل شوې ده.
وروستي