دسولې دوه اړخیزه اوربند دولس بي شمیره خوښي

سوله هغه کلمه ده چې درسیدو لپاره یې افغانان کلونه کلونه انتظار ایستلي ډیرو افغانانو په همدې هیله او امید خپل خوږ او شیرین ژوند هم له لاسه ورکړي دی خو بیا یې هم دا هیله او ارزو نه ده پوره سوي
افغان ولس سوله خوښوونکي او دسولي ارمانجن ملت دی سوله غواړي،سولي ته شیبې شمیري او هیواد کې یې سوله ایز ژوند خوښ دی خو یو شمیر استخبارتي او بهرنیو کړيو یې دا ارمان او هیله تر یو بریده پیکه کړي ده.

اوس خبر ه داده چې سوله به څنګه راځي او سولې ته به څنګه ځان رسوو،ددې لپاره تیرو حکومتونو هم بي حده هڅه او کوښښ وکړ ولې کومه مثبته پایله یې نه لرله دسولې لپاره دسولې عالي شورا جوړیدل له طالبانو،حقاني شبکې،حزب اسلامي، پاکستان او نورو ډلو ټپلو سره دهیواد دننه او بهر پټي او ښکاره خبري هغه څه وو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي دواکمنۍ پرمهال ترسره خو دې ټولو هڅو نتیجه ورنه کړله که څه هم دتېر حکومت سره امکانات وه ولې دسولې دا ارمان مو پوره نه سوو په جګړو،وژنو او بریدونوکې راګیر سوو.

کله چې ولسمشر غني واک ته رسیږي افغانان خپله پخواني هیله یو ځل بیا ورته واضیح کوي او د سولې غوښتنه کوي که څه هم د محمد اشرف غني په مشرۍ دملي یووالي حکومت پیل له جنجالونو سره مل وه او واک په مشارکتي ډول وویشل سوو خو بیا هم افغانانو دسولې هیله مړه پاتې نه سو او د افغانستان له ولسمشر څخه یې بار بار د سولې راوستلو غوښتنه وکړل.

ولسمشر له څنګه چې یې ژمنه کړي وه چې امنیت،بیارغونه او په پښو ولاړ افغانستان یې له لومړیتوبونو څخه دی دسولې راوستلو لپاره یې بې دریغه هڅې او کوښښونه راپیل کړل چې ښه بیلګه یې دحزب اسلامي سره دسولي تړون او دکلونومخالفت وروسته ددې ګوند یوځاي کیدل له افغان حکومت سره هغه څه وه چې افغانانو یې فکر هم نسو کولای ولي دا کار ترسره سوو.

دې وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني ددیني علماوو سره تر ناستې وروسته دروژي له اوه ویشتمې څخه داختر تر پنځمې نیټې پورې اوربند اعلان وکړه چي دې پریکړې په داخلي او نړیوال کچه تود هر کلي وسو اوفغانانو پر خواله رسنیو داوربند د اوږدیدو او دوه اړخیز کیدو پیغامونه خپاره کړل چې یو ورځ وروسته طالبانو اعلامیه خپره کړل او داختر دري ورځي یې خپلو وسلوالو ته د ډزبندی پیغام ورکړ او اعلامیه کې دحکومت دنیول سوو بندیانو دخوشي کولو لپاره چې بیا دجګړي کرښو ته ولاړ نسي دخوشی کیدو زیرۍ ورکړ او بندیانو سره دلیدو کتو فرصت یې لا هم اسان کړ.

دسولي دوه اړخیز اوربند دافغانانو خوښي دوه برابره کړل او هیله یې پیدا سوه چې داختر شپې او ورځې به بیله کوم تهدید او جګړې څخه دخپلو کورنېو ترڅنګ تیروي،لکه مخکې چې مي وویل افغان دسولي تږې دي او سوله یې هیله او ارمان دی سوله غواړي او سولي ته دانتظار شیبې شمیري.

ورستیو کې زه د سولي ددوه اړخیزه اوربند کلک ملاتړاو دلا پراخیدو او اوږدیدو په تمه یم ځکه جګړه دحل لاره نه ده او کلونه دواړو لورې دجګړې له لاري هدف ته ونه رسیدل بي دې چې وینه توې سي افغانان ووژل سي ماشومان بي پلاره او بي موره سي او هیوادوال مو په فقر او غربت کې ژوند وکړي.

ډیوي به بللې کړو که سوله راغله
که دوطن ترهر یو کوره راغله

دیو سوله ایز او په ځان بسیا افغانستان په هیله