هند سره له ټېسټ لوبې وروسته د افغان لوبډلې نورې سیالۍ

افغان کرکت ملي لوبډلې بنګلدېش ته پرلپسې په دریو شل اوریزه لوبو کې له ماتې ورکولو وروسته له هند سره د تاریخي ټیست لوبې ډګر ته وځي.

افغان لوبډلې د روانې جون میاشتې په دریمه نېټه له بنګلدېشۍ لوبډلې سره د درې شل اوریزه سیالېو لړۍ په لومړۍ بریا خپله ولو سره پېل کړه او بنګلدېش ته یې د کلین سویپ، یا درې پر صفر ماتې ورکړه.

ټاکلې ده چې افغان لوبډله له هند هیواد سره چې، په تیسټ لوبو کې لومړی مقام لري د روانې جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه خپله تاریخي ټېسټ لوبه پېل کړي او افغان کرکت بورډ د یادې لوبې د ترسره کولو لپاره وار دمخه د لوبډلې نوملړ اعلان کړی دی.

هند هیواد ته له بریالي سفر ورورسته به افغان لوبډله د روان ۲۰۱۸ کال په اګسټ میاشت کې د ایرلنډ خلاف د درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه سیالېو لپاره چې د ایرلنډ په کوربه توب ترسره کیږي چمتوالی ونیسي.

یادې سيالۍ به د روان ۲۰۱۸ کال د اګست میاشتې په ۲۰ مه نېټه پېل شي او د همدې میاشتې په ۳۱ نېټه به پای ته ورسیږي.

تر دې سفر وروسته به افغان لوبډله د آسیا جام سیالېو لپاره په چمتوالي بوخت شي چې د همدې کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵ مه په محتده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

د آسیا جام سیالۍ دا ځل د شپږو لوبډلو په ګدون ترسره کیږي چې افغانستان، هندوستان، پاکستان،بنګلدېش، سریلانکا او یوه بله لوبډله چې تر دې مهاله نه ده په داګه شوې هم برخه ولري، ممکن متحده عربي امارات، هانکانګ او یا هم نیپال د روستۍ لوبډلې په توګه یاد جام ته غوره شي.
دغه سیالۍ د درېیم ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.