ښاغلی ولسمشر غني، ملا هبت الله اخوند او افغان ځوانانو!

د سولې د یوه لېوال په صفت څومره مطالعه او معلومات چې لرم وروستي اقدامات او پېښې خورا نا هیلي کونکې وې. هم امریکا هم طالب او هم حکومت ټول تدابیر د جګړې لپاره نیولي وو او د سولې ډنډورې هسې غولول وو.

اما سوله او انساني پلانونه عجیبه وي. یوه عادي پېښه او یوه پرېکړه هر څه بدلولای شي. اوس مې واورېدل چې افغان حکومت طالبانو سره د اور بند اعلان کړی. دا پېښه که وکتل شي باور وکړئ ډېر لوی او مثبت بدلون هم راوستلای شي او زه هیله مند یم چې همداسې به کېږي.

زه دا منم چې افغان حکومت به ډیرې ستونزې ولري. طالبان چې کومه ادعا یا ګیله لري چې حکومت خپلواک ندی او ټوله کیسه امریکا کې ده نو دا به بیخي ور سره ومنو. ریښتیا هم که مطلق خپلواک وای یا کیسه امریکا سره نه وای نو بیا دا جنګ د څه لپاره؟ ممکن حکومت او حکومت پلوي ورته ادعا او ګیله له طالبه ولري. دا بحث مهم ندی چې ګیله/ادعا سمه ده یا ناسمه.

اما له دې انکار نشي کېدای چې په یواځې سر نه طالب نه افغان حکومت په دې قادر دی چې دې روانې کشالې ته حل لار وباسي.

که نن وي یا سبا اخر به هم حکومت، طالب او امریکا خبرو ته کېني. که حکومت طالب ایګنوروي پاکستان سره خبرې کړي یا طالب حکومت پرېږدي نیغ امریکا سره ګوري په دواړو حالاتو کې موږ سولې او ثبات ته نشو رسېدای.

افغان حکومت تر خپله وسه لومړی کابل کې د نړیوال کنفرانس له لارې طالبانو ته د سولې اړوند په خپل ذات کې بېساری وړاندیز وکړ. اوس یې پسې د اوربند اعلان هم وکړ. دا منم چې د بهرنیو ځواکونو خروج موضوع چې د ستونزې اصلي عامل دی ذکر نه و شوی. مګر همدا پورته دوه وړاندیزونه او اقدامات باید د مخته تګ او حسن نیت لپاره یوه ښه پیلامه وبولو.

که طالب له افغان حکومت یا اشرف غني نه د وزیر محمد اکبر خان توقوع لري چې د وخت مکاناټن په ټنډه و ولي او بیا به یې دوی مني، نو دا خو خدای که مناسبه توقع وي.

اوسني شرایط متفاوت دي. که طالب او حکومت خپلو کې مطلق جوړ هم شي چې امریکا نا خوښه وي، نو له شک پرته موږ بیا د روسانو د وتلو له برخلیک سره مخ کېدونکي یو.

پاکستان، ایران او د سیمې نور لنډغر همدې ته شنه ناست دي چې د افغانانو برخلیک ته د دوی لاس رسی وشي.

دا له حقیقته لرې نده چې امریکا به د خپلې ماتې پټولو، لوی شرم او غچ اخیستلو په موخه موږ د همدغو لیوانو خولې ته اچوي. موږ کې شته ډیر ناخلفه چې نن یې د خپل وطن له سړک او خپلو پروژو نه غلا کوله سبا به همدوی د پیسو لپاره همدا وطن یو ځل بیا داخلي جنګ ته ټېل وهي.

که له عاطفي او احساساتي کیسو هاخوا عیني واقعیتونه وګور نو له شک پرته امریکا په افغان جګړه کې ماته خوړلې، خو اقتصاد او نظامي ځواک یې دا ایجابوي چې افغانستان غوندې کوچني هیواد کې لسګونه څه یوه پیړۍ جګړه وغځوي. هغه هم په داسې شرایطو چې خپله بیسونو کې خوندي ناست او ټول وطن له ډرون او B52 کنټرول کړي. موږ تر دې حده په ملا مات یو چې د یوې پیړۍ څه د یوه کال د جګړې د دوام هم نه یو.
همدا اوس زموږ ستاسې سړکونه په هغو ماشومانو او ځوانو ښځو ډک دي چې پلرونه/مېړونه یې د طالب یا ملي اردو عکسر په نوم وژل شوي.

که موږ نن ورځ حکومتي عسکر یا طالب ته غاړه ورنکړو، نو شاخوا وګورئ ښایي د جګړې راتلونکی ګوزار خدای مکړه په ما او تا وي. دا نن چې سر تور سرې په سړکونو کې خپل عزت لیلاموي دا له اوله بد فعله نه وې زېږېدلې. دا د یوه با عزته افغان خور، لور او مېرمنې وې.

دا په مرګونو او مظالمو روږدي ملت که سرونه زرګونه وشیندل شي باک یې نه ورځي، خو د یوې سرتورې بېعزته کېدلو لپاره... الفاظ رانه ورک شول.

زه دا منم چې د سولې کول سخت کار دی. هر لوري دومره مالي او ځاني زیان لیدلی چې مرګ مني خو غاړه ایښودل نه. تاسې راڅئ! د دې ملت او د پاته یو څو مېرمنو/خوېندو/مېندو د عزت خوندي کېدلو لپاره دې څلوېښت کلن جنګ ته د پای ټکی کېږدو.

له سولې وروسته به په ګډه قوي نظام او قوي حکومت ته کار و وایو. قوي قضا او قوي عدالت به رامنځته کړو او د ټولو اسلامي او بشري قوانینو پر بنسټ به ټول د عدالت مېز ته حاضر او ملت ته به حساب کتاب ورکړو. سزا ته غاړه ایښودل هم د مردانو کار دی او بیا دا ملت هم دومره مېړنی دی چې په بخښنه یې د خپل سر قاتل هم بخښلی.

راځئ دا وطن د سیالانو سیال کړو. دا هله کېږي چې خپل خواهشات، خپل دردونه او خپلې غوښتنې له ملت نه قربان کړو. دا قرباني د رب په نزد لویه بیه او پاداش لري.

زه د دې شهکار ایثار تمه او توقوع له تاسې او د دې ملت له هر ځوانه لرم.