
بغدادي پیر نومی ناول مې ولوست. هغه ډول تلوسه، جذبه او د پاتې داستان لوست لپاره چې ناول کې کومه تنده وي دلته نه احساسېده. ښایي علت یې دا وي چې ما به دا ناول د نړۍ له نورو مشهورو ناولونو سره په پرتلیز ډول لوسته. ناول لیکل زموږ ټولنه کې نوې پدیده ده نو ابتدا کې ترې د لوړو توقوعاتو درلودل مطلوبه پایله نلري.
راځم اصل کیسې ته. بغدادي پیر نومی ناول د غازي امان الله خان پر حکومت، عمراني کارونو، سیستم جوړونې او له انګریزانو سره پر اختلاف او پایله کې د نظام پر سقوط را څرخي. بغدادي پیر یو ناول دی مګر ټولنیزو شبکو کې دې کتاب ته د تاریخي اثر معادل لابي وشوه.
له دې سره خو ټول موافق دي چې غازي امان الله اوس د تاریخ برخه ده او تاریخ په بېرحانه ډول د یوه شخص ښه او بد د خلکو مخته ږدي تر څو راتلونکی نسل یې د ناسمو له تکراره ډډه او ښې موخې یې تعقیب کړي.غازي امان الله خان له وطندوستۍ او سیستم جوړونې هېڅوک سترګې نشي پټولای ځکه نن ورځ هرڅه د خلکو مخته پراته دي، مګر ناول کې د تاریخي مسؤلیت پر اساس په ځای د دې چې پر اشتباهاتو یې هم اعتراف وشي عمدا د تېروتنو د توجیه کولو هڅه شوې او د وخت نظام سقوط یې مطلق د انګریزانو، پیرانو، ملایانو او عوامو ګډه توطیه ښودلې چې د غازي امان حکومت یې را وپرځاوه. لیکوال ته پکار وه چې پېښې یې ځوان نسل مخې ته په بې پره ډول د عبرت لپاره ایښی وای چې د وطندوستۍ له جذبې یې رنګ اخیستی وای او د اشتباه له تکراره یې ځان ژغورلی وای.
له شک پرته انګریز د غازي امان خان سر سخته دوښمن و ځکه غازي امان الله یې د خپلواکۍ په اعلان سره په نړیواله کچه غرور مات کړ نو انګریز د امان الله ضعفونه لټول. دا ضعف د ښځو له حجاب او ځینو نورو داسې مواردو سره د غازي امان الله د اصلاحي برنامو ټکر و چې د افغانانو له دین او کلتور سره یې هاغه وخت کې اړخ نه لګاوه. دا بیا داسې موارد ول چې اصلا یې د وطن له ترقۍ سره سروکار نه درلود مګر ده ورسره داسې تند برخرود او د پلي کیدا هڅه یی کړه چې تر ننه خلکو ته د منلو ندي.
د مشهورې ادعا پر اساس چې ناول کې یې هم ذکر شوی چې انګریز د ملکې لوڅ یا په اصطلاح فوټو شاپ شوي عکسونه د خلکو منځ کې تیت کړل. دغه لوڅ هغه لوڅ عکسونه ندي چې اوس ترې کومه معنی اخیستل کېږي . دا عکسونه هغه عکسونه دي چې نن په ډیر ویاړ د هغو لخوا خپرېږي چې ځان د امان الله یواځني وارثان ګڼي. څه فکر کوئ چې همدا عکسونه ۹۸ کال پخوا ساده کلیوالو، ملایانو، قومي مشرانو او سنتي ټولنې لیدلي وي نو د خلکو غبرګون به څه و؟ همدا نن که هر یو او یا هغو ته چې ځان تر بل هرچا ډیر امانیست بولي و ویل شي چې مېرمن، مور یا خور ته دې همدا ډول جامې واغونده کوم چې تصویرونو کې لیدل کېږي نو احساس به یې څه وي؟ باوري یم دې کار ته نه حاضریږي او دا غوښتنه به هم ځانته یو ډول سپکاوی ګڼي. نو دا څرنګ ممکن ده چې دوه کم سل کاله پخوا دې زموږ له نیکونو دا ډول غوښتنه وشي او دوی خاموشه پاته شي؟ دا وقعا لویه تېروتنه وه او د انګریزانو پرته هم داسې نظام دوام نشوای کړای مګر انګریزانو په خپل منافقت سره یواځې د سقوط پروسه ګړندۍ کړه. دا پوښتنې مطرح کول سختې دي مګر له شته بن بست نه د وتلو لپاره باید سپینې خبرې وشي تر څو غوټه خلاصه شي، ځکه موږ لاهم په هماغه ځای کې ولاړ یو.
د زمري په اوه ویشتمه د شپې ناوخته مې شمشاد ټلویزیون کې د خپلواکۍ جشن پروګرام کاته چې د غازي امان الله لور (شهزادګۍ هندیا) غونډې ته وینا کړه او متوجې شوم چې په سپین سر یې ټیکری په سر و. مانا موږ اوس هم هغې ازادۍ منلو ته نه یو چمتو کوم چې غازي امان الله ښځو ته په هاغه وخت کې غوښته.
تېره ورځ په کابل پوهنتون کې ولسشمر اشرف غني چې ځان د غازي امان الله د ناتمام فصل بشپړونکی بولي د غونډې شاهد وم. نوموړي په صراحت و ویل چې:
"تاسې د محصل په لباس څه کار لرئ چې ما غوندې لونګۍ کې پوهنتون ته راځي که دریشي او نکټایي کې؟ تاسې باید افکار او د ککرو سره کار ولرئ چې فارغ شوی ځوان د علم له لارې نړۍ سره مقابله وکړي".
دا وینا د غازي امان الله کاذبو او سطحي نګرو پلویانو ته واضح پیغام او د ناتمام فصل ټوله کیسه وه. موږ که مخته تګ غواړو نو ټوله پړه پر نورو اچول معقول کار ندی. ځوان نسل بېځایه تېر ایستل ندي پکار چې پلانکی یا بیستانکی په مطلق ډول ملامت یا سلامت دی او اوس هم کټ مټ هماغسې ګامونه واخیستل شي. باید مردانه وار د تاریخ پر تېروتنو اعتراف وکړو چې دوښمن د دغه او هغه ضف له امله زموږ غازي امان را وپرځاوه. نظام سقوط وکړ. سیستم مو له منځه ولاړ، ادارې مو بیسواده او یو سقاو ته په لاس ورغلې او تر ننه په هغو بدمرغیو کې ګیر او بیه یې پرې کو چې غازي امان الله ترې هماغه وخت امان غوښت. دغه تشه که نن ډکه نکړو، بیا یې تکرار کړو نو سبا به خدای مکړه دغه فصل بیا ناممام پاته وي.
موجوده حالاتو ته په کتو د پرمختګ فصل مو ناتمام مګر د ملا او معلم، مکتب او مدرسې، ښار او کلي د فکري تضاد او یو یو بل تخریب فصل بشپړ او پخوا په څېر تر ننه روان دی. زه فکر کوم چې د غازي امان ناتمام فصل باید په هغه ځای کې پېل شي کوم ځای کی یې چې کړۍ ماته شوه. دغه کړۍ د ملا او معلم، مکتب او مدرسې، ښار او کلي په ګډ کار کولو او یو بل ته په پوره درناوي بشپړېدای شي، نه د تاریخي اشتباهاتو پر پټولو او نورو په پړ ګڼلو سره. د غازي امان الله روح یواځې هغه وخت خوشالیدای شي چې د اشتباه له تکراره یې ډده وکړو. فروعاتو پر ځای ټولې هڅې په اصل هدف متمرکزې کړو. د حذف پر ځای د جذب سیاست ته مخکه کړو او په ګډه وږی افغان په نس موړ او د پوهې له لارې یې د نړۍ سیال ملت کړو.