بنټ روبن ته د طالبانو ځوابیه لیک نباید کابل کنفرانس ته په ځواب تعبیر شي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي و چې کابل پراسس په اړه به خپل دریځ د رهبري شورا له پرېکړې وروسته اعلان کړي.
کابل کنفرانس کې افغان حکومت زموږ له توقوعاتو زیات نرمښت او طالبانو معقول وړاندیزونه درلودل. اما هغه برجسته اختلافي ټکی (بهرنیو ځواکونو حضور/خروج) ته چې ملت او طالبانو تمه درلوده حکومت یې په اړه هیڅ ونه ویل.
اګر که دا موضوع ډیری د نیوکې او ټول کنفرانس د بطلان په حیث مطرح کوي اما دا ډول چلند غېر معقول او نا مناسب دی. د بهرنیو ځواکونو موضوع لوی هدف دی او که دلته ورته مهال ویش ټاکل شوی وای بیا نو مذاکرې او مزید بحث لپاره اړتیا نه پاتېده.
ټول به د یاد تاریخ رسېدو او بهرنیو ځواکونو وتلو ته شېبې شمېرلې. زه فکر کوم د امریکایانو او نور بهرنیو ځواکونو دا ډول بې خبرو، بې شرایطو او غېر مسؤلانه وتل به بدې پایلې ولري.
موږ ته د روسانو دا ډول غېر مسؤلانه وتلو تجربه مخکې پرته ده. هغه لغته یې اخر کې افغان ملت ته ورکړه چې د څه باندې درې سوه کلن نظام ټول بنسټونه یې ونړول او له امله یې هر څه تباه او نن د امریکا اشغال ته زمینه سازي وشوه. موږ له عراق نه د امریکایانو همدا ډول غېر مسؤلانه خروج تجربه په سترګو ولیده چې داعش په څېر نړیواله فتنه وزېږده چې عراق تر اوسه د را ټولېدو ندی.
کابل پراسس کې حکومت یو لړ مهم او معقول وړاندیزونه طالبانو ته درلودل. د بندیانو خلاصون، اوربند، تورلیست حذفول، طالبانو په رسمیت پېژندل، غړو ته یې د سفرونو او نورو اسانتیاو برابرول چې د مذاکراتو او سولیز بهیر چټکتیا لپاره حیاتي ارزښت لري. د حکومت دغه اقدام باید په یو ښه نیت تعبیر شي او د خبرو لپاره یو ښه اغاز وګڼل شي.
کابل مېشت او له هیواده بهر به افغان سیاسي او ټولنیز فعالین، قومي مشران او با نفوذه شخصیتونه به پر حکومت او نړیوالې ټولنې فشار راوړي تر څو د مذاکراتو یو درې یا څلور اړخیزه ناسته چې هغې کې افغان طالبان، حکومت، امریکا او یو بل قوي منځګړی هېواد ګډون ولري تر څو امریکا سره د طالبانو د نېغو اخبرو او ناستې موضوع او ګیله هم حل شي.
له طالبانو هم هیله کېږي چې دوی هم د دغو وړاندیزونو او دې مهمې تاریخي لړۍ غځونې په پار او ځواب کې یې یو قدم را مخته شی.
دا به ناځوانه توقوع وي چې له حکومت نه د ټولو پولو او خنډونو ړنګول په یوه کنفرانس او یوه قدم کې وغواړو.
د امریکایانو خروج باید په ډېر احتیاط او د نړیوالو تضمینو سره ترسره شي. افغان ملت له طالبانو جدي غوښتنه لري چې د روسانو وخت مجاهدینو تېروتنه تکرار نکړي.
تاریخ د افغان مجاهدینو دا ناکامه تجربه په سینه کې ثبت کړې چې د وخت حکومت ورته د نظام سپارلو وړاندیز په سولیز ډول وکړ اما دوی کابل ته په فاتحانه انداز پر ننوتلو تاکید کاوه.
همدا اوس ډیری شریر ګاونډي او داخلي کړئ په حکومت او طالبانو کې دا هڅه کوي چې د روان بنبست سولیز حل پر ځای جګړې ته سوق او یو ځل بیا کابل او ټول افغانستان د اور خوراک کړي.
تاریخ د تکرار لپاره نه؛ عبرت لپاره دی. د ملت سترګې تاسو او ستاسو پرېکړې ته دي.
وروستي