لوبې او د ماشوم پر شخصیت یې اغېزې

ماشومانه لوبې د ماشوم د شخصیت په روزنه کې ستر رول لري. ماشومان کولی شي په فرضي توګه له خپلو دښمنانو سره وجنګېږي یا له خپلو ناوکیو سره لوبې وکړي. په دې ډول لوبه کې مهمه دا ده چې ستاسو ماشومان له خپلې تخیلي قوې څخه د ګټې اخیستنې په حال کې دي او همدا د دې لامل کېږي، څو وکولی شي دا قوه د وخت په تېرېدو وروزي.

معمولاً میندې او پلرونه د ماشومانو لوبې د خپلې تفريح لپاره غوره موکه بولي. دوی د ماشومانو لوبو ته له همدې کبله خوښ وي، خو ښایي کله یې هېر کړي وي چې همدا لوبې د ماشوم د شخصیت په روزنه کې هم ستر رول لري.

ځینې وخت لویان د ورځنیو پېښو په جریان کې دا هېروي چې له خپلو ماشومانو سره د هغوی عمر ته په پام سره چلند وکړي او نا خبره له هغه څخه د لا زیات درک تمه لري، خو باید په یاد ولرئ چې ماشومانو ته فلسفه ونه وایاست او د هغوی لپاره له قانون او ادب څخه خبرې مه کوئ، هغوی پرېږدئ چې ماشومانه کارونه وکړي .یو څه ته مو باید پام وي، چې د وخت په تېرېدو سره او د هغوی عمر ته په کتو د لوبو سامانونه په واک کې ورکړئ.