افغان کرېکټ لوبډلې له بنګله دېش څخه لومړۍ سل اورېزه سیالۍ وګټله

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۳مه) د افغانستان او بنګله‌ دېش کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه افغان لوبډلې وګټله.
 
په دغې لوبه کې افغانستان د شفیق الله شفق او سمیع الله شینواري چټکې توپ وهنې په مرسته ښه هدف ۱۶۸منډې برابرې کړې.
 
بل خوا محمد شهزاد او عثمان غني پیاوړې توپ وهنه پیل کړه او اوږده او غوره ملگرتیا يي جوړه کړې ده.
 
په دغه لوبه کې سمیع الله شینواري په یوازې ۱۸ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۶ او شفیق الله شفق په یوازې ۸ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې.
 
محمد شهزاد په ۳۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۰، عثمان غني په ۲۴ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۶، اصغر ستانکزی په ۲۴ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۲۵، نجیب الله ځدران په پنځو توپونو ۲، محمد نبي په دوو توپونو صفر، کریم جنت په یو توپ صفر او راشد خان په دوو توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۶ منډې جوړې کړې.
 
په دې لوبه کې بنگله‌دېش لپاره ابوالحسن او محمدالله دوه ـ دوه او ابو جاید، روبېل حسین او شکیب الحسن یوه ـ یوه وېکېټه واخیسته.
 
بل خوا په افغان لوبغاړو کې نبي دوه، راشد درې او مجیب یوه او شاپور هم درې وېکټې واخیستې.
 
د بنګله دېش لوبډلې په  ۱۹ اورونو کې ۱۲۲منډې برابرې کړې، چې په دومره منډو افغان لوبډلې وګټله.