فريد مشل: په طالبانو هېڅ رحم ونه کړئ، ځای پر ځای يې ووژنئ

روهي (يوه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د غزني نوي ټاکل شوي امنيه قومندان فريد الله مشعل خپلو سرتيرو ته امر کړئ، چې د جګړې په وخت کې په طالب وسله والو هېڅ ډول رحم ونه کړي او ځای پر ځای يې بايد ووژني.

د غزني امنيه قومندان پوليسو ته ويلي، چې طالبانو دې ورته ژوندي نه نيسي بلکې هغوی دې ووژني او مړي يې بايد ورته راوړي.

فريد مشعل دغه لارښوونې نن ورځ د غزني ولايت له يو شمېر ولسواليو څخه د لېدنې په وخت کې کړي او ژمنه يې کړي ده، چې د طالبانو د نفوذ لاندې ولسواليو کې به د حکومت حاکميت پراخه کړي.

نوموړي سرتيرو ته په خطاب کې ويلي، چې په غزني ولايت کې طالب وسله هېڅ ډول رحم په افغان امنيتي ځواکونو نه کوي، نو همدا ډول ورته عمل بايد پوليس هم وکړي.

د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق وروسته فريد مشعل دويم امنيه قومندان دی، چې خپلو سرتيرو ته امر کوي تر څو د ژوندي پر ځای د طالب جنګياليو مړي ورته راوړي.