د ۲۰۱۸ فوټبال نړیوال جام سيالو لپاره پرته له وېزې کولی شئ روسيې ته لاړ شئ

روهي (يوه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د فوټبال نړیواله اداره یا فیفا وايي، چې د ۲۰۱۸ ز کال د فوټبال سياليو مينوال اوس کولی شي، چې پرته له وېزې روسيې ته راشي او دغه سيالۍ وګوري.

فيفا وايي، چې د ويزې په نه شتون کې ننداره کوونکي کولی شي، چې د سياليو د ټېکټ او د (فېن) ای ډي ولري، او روسيې ته راشي.

د فيفا ادارې د (فېن) ای ډي او ټېکټ د لاس ته راوړلو لپاه د خپلې وېب پاڼې (www.fan-id.ru) سپارښتنه د لېدلو کړي.

د (فين) اي ډي له ټېکټ وروسته اخېستل کيږي، ځکه چې په دې ای ډي باندې د ټېکټ شمېره وهل کيږي. د (فين) اي ډي په اخېستلو سره يو د ويزې ستونزه حل کيږي او بل د سفر نورې وړيا بستې هم په (فين) ای ډۍ کې شته.