(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۳مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د شل اوره لوبو کې د بنګلهدېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
ویل شوي، چې سیالۍ به د هند په دهرادون ښار کې د راجیف ګاندي په نړیوال سټډیوم کې د افغانستان په کوربهتوب پېل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه مشر، شفیقالله ستانکزي ویلي؛ په هند کې را روانې سیالۍ د افغانستان لپاره ځکه مهمې دي چې باید د څلور اوره کرکټ د نړیوال جام په دوهم پړاو کې د ګډون لپاره د روان میلادي کال تر پایه، د نړۍ په اتو غوره لوبډلو کې خپل ځای وساتي.
د ملي لوبډلې غړو د دې سیالیو لپاره د تیاري لپاره ۴۰ ورځې په هند کې تمرین کاوه.
بل خوا کرکټ بورډ تېره ورځ اعلان وکړ، حضرت ځاځی یې لهدې امله چې له بنګلهدېش سره په تمریني مسابقه کې یې ښه لوبه کړې وه، د افغانستان ټیم ته اضافه کړې او تمه ده چې نن به په لوبه کې لوبیږي.
وروستي