روهي (نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله سبا (يوه نۍ/۱۳ د غبرګولي) په هندوستان کې د بنګلادېش له ملي لوبډلې سره شل اوره لوبه تر سره کوي.
د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ د لوبو دغه لړۍ درې سيالۍ لري، چې د هندوستان په (دهرادون) ښار د (راجیف ګاندي) په نړيوال لوبغالي کې به تر سره شي.
کرېکټ بورډ وايي، چې افغان لوبغاړي د بنګلادېش سره د لوبو لپاره پوره تياری لري او په همدې پار يې له تيارو ۴۰ ورځو به هندوستان کې تمرين کړی.
له دې وړاندې د دغه سياليو په اړه د بنګلادېش د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو اندېښنه ښودلې وه، چې په افغان ملي لوبډله کې به د راشد خان شتون د دوی لپاره ستونزمن وي.
وروستي