نوماندان سر له اوسه قانون ماتوي؛ نور ورڅخه څه تمه!؟

نوماندان سر له اوسه قانون ماتوي؛ نور ورڅخه څه تمه!؟
داکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د روان لمريز کال د وري مياشتې په ۲۵ نېټه په ټول هېواد کې د ټاکنو لپاره د نوم لېکنې بهير پيل شو، چې په درېيو پړاونو کې له څلور مېلېونه څخه زياتو کسانو نوم ليکنه کړي. په ورته وخت کې تېره اونۍ د پارلماني او ولسواليو شوراګانو لپاره هم د نوماندانو د نوماندۍ نوم لېکنه پيل شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د يوې اونۍ په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په ۲۹ ولايتونو کې ۳۷۷۴ کسان په احتمالي ډول د ټاکنو نوماندان دي، چې له دې جملې څخه يې ۲۳۶ ميرمنې دي. خو کمېسيون اندېښنې هم ښيي، چې د هېواد په پنځو ولايتونو (جوزجان، تخار، غزني، غور، کاپیسا او کندز) هېڅ کس او په پکتيا کې هېڅ ميرمنې تر اوسه د نوماندۍ لېکنه نه ده کړي.

د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لويه او د پام وړ ستونزه امنيتي وضعيت دی، چې له امله يې په يو شمېر ولايتونو کې د ټاکنو مرکزونه تر اوسه نه دي پرانېستل شوي او يا هم پرانېستل شوي مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د ټاکنو پر وړاندې امنيتي ستونزې، د کمېسيون او حکومت دننه د مسوولو کسانو ترمنځ ژور اختلافونه، د ټاکنو په اړه کم پوهاوی، د ټاکنيزو موادو کموالی، په تېرو ټاکنو د خلکو بې باوري او داسې نورو ستونزو د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي دي.

په تېرو ټاکنو خلک ځکه بې باوره دي، چې يو خوا زوراکو او د مافيا کړۍ شتنمو نوماندانو يې د ټاکنو په ورځ د پيسو په مقابل کې د خلکو په لاسونو کې رايې واخېستې او يا يې هم د خپل زور او شتنمۍ پر مټ د ټاکنو په کمېسيونونو کې د رايو ډک صندقونه په خپل نوم کړل.

د ټاکنو را وروسته چې کله همدغه زوراکي نوماندان بريالي اعلان شول، پارلمان او ولايتي شوراګانو ته يې لارې پيدا کړې؛ نو بيا يې نوې لوبې د ځمکو غصب، د پيسو لپار د وزير ټاکل او بې باوره کول، د قانون ماتول، د پرديو په پار د ملي پروژو پر وړاندې د مخالفت غږ پورته کول، په پوځي او حکومتي چارو کې لاس وهنه او په لويه کې يې ملت او حکومت ته سرخوږی جوړوو، چې ډېر وکيلان په همدې بسنټ د ملت د نفرين او تنفر وړ شول.

يو ځل بيا همدغه زورواکي او يو شمېر نورې نوې څېرې صحنې ته رادننه شوې دي او سره له اوس يې د قانون په ماتونې لاس پورې کړی دی. د بېلګې په ډول دغه زوراکي او مافيايي نوماندان؛
- د ټاکنيز کمپاين د ټاکلي مودې څخه وړاندې په غېرې قانوني ډول سره ټاکنيز کمپاينونه، چې په اصل کې د خپل زور نمايش دی او په دې سره خپل سيالان د سيالۍ په ډګر کې تر اغېز لاندې راولي.

- په ناامنه سيمو کې د دولت له وسله والو ډلو څخه مرسته غوښتل، ترڅو په ياد سيمو کې د دوی په ګټه په اختصاصي ډول سره ټاکنې تر سره شي.

- په پيسو د پېژندپاڼو اخېستل او د پېژندپاڼو لرونکو ته ګواښونه کول چې په همدې پيسو به رايه هم د ده په ګټه کاروي.

- جعلي پېژندپاڼې اخېستل او داسې په جعلي ډول سره په پېژندپاڼو د سټېکرونو وهل.

دا ټول هغه څه دي، چې د ټاکنو له تر سره کېدو وړاندې د احتمالي نوماندانو قانون ماتونه په ګوته کوي. که چېرې له ټاکنو وړاندې احتمالي نوماندان داسې کړنې کوي، نو د ټاکنو په جريان او له بريا وروسته به يې کړنې تر کومه ورسيږي او د مققنه ځواک برخليک به په کومه خوا يوسي؟
 
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه، غوښتنې او خاطرې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۵ د غبرګولي د ماسخوتن له ۹:۳۰ څخه ۱۰:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.